
ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د «پاټریوټ توغندي» ورکوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټدفاعي سېسټم ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټدفاعي سېسټم ورکړي.

فرانسه کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد له یوه زندان څخه یو ۲۰کلن بندي د یوه بل بندي په بیک کې پټ او له

په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ وايي چې پر اسلاماباد هېڅ داسې فشار نشته چې له امله یې، دغه هېواد اسراییل په رسمیت وپېژندني.
نوموړي د امریکا په دالاس کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې پاکستان د اسراییلو په رسمیت پېژندنې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري تر فشار لاندې نهدی.

مسکو امریکا او متحدینو ته یې، د روسیې او شماليکوریا د امنیت د ګواښلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف لهخوا ورکړل شوی دی.
لاوروف ټینګار کړی چې مسکو یوازې په هغو موضوعاتو کې د دواړو کوریاوو ترمنځ د خبرو د پرمختګ ملاتړ کوي چې شماليکوریا ته ارزښت لري.

د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنهيي قطر کې د امریکا پوځي اډې ته په اشارې سره وايي، دغه پېښه کوچنۍ نه او ستره ده چې په وینا یې، شونې ده چې تکرار شي.
خامنهيي ،شنبه، چنګاښ ۲۱مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ایران سیمه کې د امریکا یوې پوځي اډې باندې برید سره، هغه هېواد ته سخت زیان رسولی دی. «اسلامي جمهوریت امریکا ته سخته څپېړه ورکړه.»

په دومینیکا کې چارواکي وايي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ ډوبېدو له کیله څلور کسان مړه شوي او ۲۰ نور ورک دي.
د دوی په وینا، ۱۷ نور کسان چې د امریکا تر کنټرول لاندې پورتوریکو ته روان وو، ژغورل شوي دي.

د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر وايي چې د غزې د بشردوستانه مرستو وېش مرکزونو ته نږدې د تېرو شپږو اوونیو پرمهال شاوخوا ۷۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې بشردوستانه بنسټ چې د اسراییلو او امریکا له لوري اداره کېږي، د مرستو وېش بېلابېلې څانګې لري او د غزې اوسېدونکو ته مرستې وېشي.

غزه کې د اوربند ټینګښت له هڅو سره سره، د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د نن ورځې پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. اسراییلو ډېری بریدونه د غزې مرکز او سوېل اړوند سیمو کې کړي دي.

له یمن څخه پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو په لړ کې نن پنجشنبه، جولای لسمه، یو ځل بیا پر اسراییلو توغندیز برید شوی دی.
یمن کې د ایرن له ملاتړ برخمنه حوثي ډله له دغه هېواد پر اسراییلو د شویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. یاده ډله چې د یمن ډېری برخه کنټرولوي، د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو او کښتیو توغندیز بریدونه کوي.

وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د پرمختللو پوځي تجهیزات د ورکړې، خبره وکړه، روسیې بېګاه شپه پر اوکراین څه باندې ۷۰۰ ډرون ویشتلي دي.
د اوکراین پوځ وايي چې بېګاه شپه د روسیې له لوري ۷۲۸ ډرون وېشتل شوي چې نږدې ټول یې، شنډ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي پر خپل ټېلېګرام دغه بریدونه زیاتېدونکي بللي او پر روسیې یې، د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو له امله د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال ۱۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جولای نهمه، راپور ورکړی چې په وژل شویو کې اووه کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي او ۵۷ نور مرسته ترلاسه کوونکي بیا ټپیان دي.

کینیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال د تاوتریخوالي او اخډب له کبله ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د بشرحقونو څار کمېسیون په خبرپاڼه کې ویلي چې د لاریونونو پرمهال ۱۰۷ کسان ټپیان شوي. یاد کمېسیون له دې وړاندې د وژل شویو شمېر لس او د ټپیانو بیا ۲۹ کسان ښودلي وو. د یاد کمېسیون په وینا، ۵۳۲ کسان نیول شوي هم دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون برتانیې ته د درې ورځني سفر په پیل کې غوښتنه کړې چې لندن دې د خپلواکه هېواد په توګه د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي.
هغه تېره ورځ (سهشنبه، سرطان ۱۷) د برتانیې د دوو جرګو د غړو پر وړاندې د وینا پرمهال غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.

غزه کې د اسراییلو د روانې جګړې د پیل راهیسې تر دې مهاله ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال د اسراییلو ۸۸۷ سرتېري وژل شوي او ۶۰۶۰ ټپیان دي.
د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې ۴۴۳ اسراییلي سرتېري غزه کې د ځمکنیو عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. نږدې درې نیم زره سرتېري بیا ځمکنیو عملیاتو کې ټپیان شوي.

جرمني د اروپايي ټولنې د عملیاتو پرمهال د چین له لوري په لیزر د دوی د یوې الوتکې په نښهکول په کلکټو غندلي دي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن سهشنبه، جولای اتمه، د چین سفیر هم وربللی او په دې اړه یې، په رسمي توګه خپل شکایت ورسپارلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال ویلي چې ایران سره د خبرو نوی پړاو پلان شوی او په وینا یې، هیلهمند دی چې اړ نهشي، بیا پر ایران برید وکړي.
نوموړي د یادې لیدنې پرمهال همداراز ټينګار کړی چې پر ایران د امریکا بریدونو د یاد هېواد اټومي تاسیسات په بشپړه توګه لهمنځه وړي دي.