د ټرمپ مرستیال: د فلسطین د رسمیت پېژندنې پلان نه‌لرو

د ډونالډ ټرمپ مرستیال جي‌‌ډي ونس وايي چې امریکا د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره کوم پروګرام نه‌لري.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي: «زه نه پوهېږم چې د داسې یوې سیمې په اړه چې هلته یوه مؤثره اداره نشته، د فلسطین د دولت رسمیت پېژندل څه معنا لري.»

پر غزې بشپړه ولکه؛ اسراییلو ۲۵۰زره سرتېرو ته د تیارۍ امر کړی

د اسراییلو پوځ پر غزې د بشپړې ولکې لپاره ۲۵۰زره تازه دمو سرتېرو ته د تیارۍ امر کړی دی.

د غزې نیولو لپاره د اسراییلو طرحه چې د لوېدیځو او عربي هېوادونو له‌خوا په پراخه توګه غندل شوې، تازه د اسراییلو ۱۲ خبري شبکې اعلان کړی چې د دې طرحې عملي کولو لپاره ۲۵۰زره سرتیري راغوښتل شوي دي.

حوثیانو پر اسراییلو د ډرون بریدونه کړي

په یمن کې د حوثي ډله وايي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې یې، درې اډې په ډرون ویشتلي دي.

د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو په «یافا، عسقلان او بئرالسبع» کې د ډرون بریدونه کړي دي.

ټرمپ او پوتین روانه میاشت په الاسکا کې لیدنه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۵مه به د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره په الاسکا کې لیدنه ولري.

هغه تمه ښودلې چې دا لیدنه به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. کرملین دا لیدنه تایید کړې او الاسکا یې، د یادې لیدنې لپاره ښه ځای بللی دی.

غزه کې د الجهاد ډلې دوه قومندانان وژل شوي

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې یې د نښتو پرمهال د فلسطینۍ «الجهاد» ډلې دوه قومندانان وژلي دي.

د اسراییلو د پوځ ل لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مراد ناصر موسی ابوجراد او محمود شکري الدردساوي په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي دي.

زېلېنسکي: اوکراین به یرغلګرو ته خپله خاوره ورنه‌کړي

د اوکراین ولسمشر ولوېمیر زېلېنسکي وايي چې د دغه هېواد اساسي قانون څخه سرغړونه نه‌شي کولای او په وینا یې، یرغلګرو ته به خپله خاوره ورنه‌کړي.

زېلېنسکي د پوتین او ټرمپ لیدنې په اړه ویلي چې اوکراین سولې ته د رسېدو لپاره رښتینو حل‌لارو ته اماده دی. د نوموړي په وینا، د کېیف له شتون پرته هر ډول حل لاره به د اوکراین پر وړاندې حل‌لاره وي.

د هند هوايي ځواک: د پاکستان شپږ جېټ الوتکې مو نسکورې کړي

د هند هوايي ځواک وايي چې د روان کال په مې میاشت کې له پاکستان سره د نښتې پرمهال یې، د هغه هېواد پنځه جېټ‌الوتکې ویتشلي او له‌منځه وړي دي.

د هند هوايي ځواک مشر، اې‌پي سینګ تایید کړه چې د «سندور» په نوم په عملیاتو کې شپږ پاکستانۍ الوتکې چې پنځه یې جنګي جېټ او یوه لویه الوتکه وه، ویشتلي دي.

اسلامي امارت: د اسراییلو له لوري د غزې نیولو پرېکړه غندوو

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د غزې د نیولو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د اندېښنې وړ بللې ده.

یاد وزارت نن «شنبه، زمري ۱۸مه» په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه به غزه کې د جګړې د غځېدو او روان کړکېچ د پراخېدو لامل شي.

د برازیل ولسمشر: له ټرمپ سره خبرو ته نه کېنم

 د امریکا له لوري پر برازیل د ګمرکي تعرفو د ۵۰سلنې زیاتوالي په غبرګون کې د یاد هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا‌سیلوا ویلي چې ډونالډ ټرمپ سره د خبرو نیت نه‌لري.

لولا د چهارشنبې پر ورځ له «رویټرز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دامهال له ټرمپ سره خبرې «شرموونکي» دي، او تر هغه وخته به خبرې ونه‌کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټرمپ په رښتینې توګه د خبرو اراده لري.

غزه کې په یوه ورځ ۸۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله په یوه ورځ ۸۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت په وینا، په دې کسانو کې ۵۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې د مرستو وېش مرکزونو مخې‌ته ورټول شوي وو.

پاکستان: د کشمیریانو ملاتړ مو د بهرنۍ پالیسۍ بنسټ دی

پاکستان وايي چې د کشمیري ولس ملاتړ یې د بهرني سیاست یوه اساسي برخه ده او په وینا یې، دغه هڅې به نه کمزورې کېږي.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني، د «یومِ استحصال» په مناسبت کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې د جوړې شوې ځانګړې غونډې پرمهال کړې دي.

پاکستان د اوکراین جګړه کې د پاکستانیانو د ښکېلتیا ادعا رد کړه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اوکراین جګړه کې د پاکستاني اتباعو د ښکېلتیا په اړه ادعاووې رد کړي او بې‌بنسټه بللي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن (سه‌شنبه، اسد ۱۴) یوه بیان کې ویلي، «د اوکراین چارواکو تر اوسه له پاکستان سره په رسمي ډول اړیکه نه‌ده نیولې او نه هم د دې ډول ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم تایید شوي شواهد وړاندې شوي دي.»

حوثیانو پر اسراییلو د ډرون برید کړی

یمن کې د حوثي ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.

د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع ویلي چې د اسراییلو حیفا بندر یې، پر ډرون ویشتلی دی. د نوموړي په وینا، د اسراییلو دوه نورې سیمې یې هم وېشتلي دي.

غزه کې ۹۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله ۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان یوازې پرون «یکشنبه، اګسټ درېیمه» وژل شوي چې ۵۶ کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي.