
پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې پوځ د پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په ترڅ کې د اوکراین بېلابېلې سیمې په نښه شوي چې

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې پوځ د پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په ترڅ کې د اوکراین بېلابېلې سیمې په نښه شوي چې

د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د دې هېواد جګړهییزې جېټالوتکې د لومړي ځل لپاره د ناټو د هوايي دفاع په چوکاټ کې له پولنډ څخه پرواز کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا ماموریت د «ایسترن سنټري» په نوم د ناټو د نوې دفاعي ستراتیژۍ برخه ده چې موخه یې د ختیځې اروپا د هوايي حریم ساتنه بلل شوې.

د سوریې ولسمشر احمدالشرع وايي چې د امریکا په منځګړیتوب له اسراییلو سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او کېدای شي ژر د ۱۹۷۴م کال د اوربند تړون ته ورته یو هوکړهلیک لاسلیک شي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې نړۍ باید د اسراییلو له ګواښونو ونهوېرېږي، ځکه د ده په وینا، د څه کولو او نه کولو پروا نهلري او د هغوی کړنې به روانې وي.
ګوټرش ټینګار وکړ چې د اسراییلو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره نړیواله ټولنه باید راټوله شي او اوسنی وضعیت د غزې د بشپړې ویجاړۍ او د لوېدیځې غاړې د تدریجي الحاق په موخه پر مخ وړل کېږي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د موټرو تمځای کې د بمي چاودنې له امله لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
پېښه د بلوچستان په چمن کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پنځه کسان د چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوي او یوه کس وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې نن جمعه، سپټمبر ۱۹مه له A ګروپ څخه د هند کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې لوبېږي.
هند او پاکستان دواړو له دې ګروپ څخه د یاد جام بل پړاو ته لاره موندلې ده. عمان خپلې ټولې لوبې بایللي او د مخته تګ چانس نهلري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې اوکراین سره د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې یې، شاوخوا ۷۰۰زره روسي سرتیري ځای پر ځای کړي دي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه، سپټمبر ۱۸مه د یاد هېواد د پارلمان د یوشمېر غړیو په ګډون، په یوې ناسته کې کړې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پولنډ ته یې د «FGM-148F Javelin» توغندیو سېسټمونو او اړونده لوژستیکي تجهیزاتو د پلور اجازه ورکړې ده.
د دې قرارداد ارزښت نږدې ۷۸۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

د شماليکوریا مشر کیم جونګ اون وايي چې د وسلو د پرمختللي ټکنالوژۍ او ډرون وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول د یاد هېواد لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.
د شماليکوریا دولتي خبري اژانسKCNA د راپور له مخې، کیم جونګ اون د پلازمېنې پیونګیانګ په «بېپیلوټه هوايي ټکنالوژۍ کمپلکس» کې د بېلابېلو ډرونونو او څارګرو بېپیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینې وڅارلې.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني به روانه اوونۍ په واشنګټن کې له یوشمېر امریکایي سناتورانو او چارواکو سره وویني او د متحده ایالاتو د بندیزونو د لغوهکېدو په اړه به خبرې وکړي.
دا د تېرو ۲۵ کلونو پرمهال د سوریې لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې امریکا ته سفر کوي.

د روسیې د بلګورود په سرحدي سیمه کې د اوکراین یوې بېپیلوټې الوتکې پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. د سیمې والي دا پېښه تایید کړې ده.
په ورته مهال د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یاد هېواد د دفاع وزارت له قوله ادعا کړې چې د تېرو ۲۴ساعتونو په جګړو کې د اوکراین له پوځ څخه له ۱،۵۰۰ زیات سرتېري وژل شوي دي.

د اسراییلو د پوځ د تازه عملیاتو پرمهال په غزې تړانګه کې لږترلږه ۸۳ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې ۶۱ کسان په غزې ښار کې وژل شوي او د اسراییلو له لوري دغه پراخ پوځي عملیات په داسې حال کې دوام لري چې پر تلابیب د احتمالي بندیزونو د ګواښ امکان ډېر دی.

یمن کې حوثي وسلهوالو ویلي چې اسراییل کې یې پر اهدافو نظامي عملیات ترسره کړي.
د حوثیانو ویاند یحیی سرېع نن (چهارشنبه، سنبله ۲۶) یوه بیانیه کې وویل، د اسراییل یافا سیمه کې یې پر یوه هدف د «فلسطین ۲» بالستیک توغندی توغولی او په رامون هوايي ډګر یې هم ډرون برید کړی.
بیانیه کې ویل شوي چې دواړه بریدونه په بریاليتوب سره ترسره شوي او هدف ته رسېدلي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو غوښتي چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو بندولو او د ملکیانو ژوند خوندیتوب لپاره هرڅه ژر اقدام وکړي.
دغه وزارت یوه بیانیه کې ویلي، پر غزې د اسراییل بریدونو درولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له ماتې سره مخ شوي.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې اسراییلو پر غزې ښار ځمکني بریدونه پیل کړي.

د اسراییل پوځ د غزې ښار نیولو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي او له اوسېدونکو یې غوښتي چې دغه ښار څخه ووځي. د راپورونو پر

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوحې سرمشریزې ته له تلو وړاندې ویلي، دا ممکنه ده چې اسلامي هېوادونه له اسراییل سره خپلې اړیکې قطع کړي او تر ممکنه حده یووالی وساتي.
هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي هېوادونه د اسراییل پر وړاندې متحد شي او وکولی شي د اسراییل اقدماتو پر ضد ګډ او یو موټي دریځ ته لاسرسی پیدا کړي.