فرانسې د حماس پر بې‌وسلې کېدو ټينګار کړی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت «العربیه» رسنۍ ته ویلي چې فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د پاریس پر پریکنده ملاتړ ټینګار کړی دی.

وزارت ویلي، د غزې سیمه باید په راتلونکي کې د یوه خپلواک او واحد فلسطیني دولت په چوکاټ کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له لوري اداره شي.

پوتین او الشرع پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په مسکو کې لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د دې ناستې پرمهال پوتین د مسکو او دمشق ترمنځ پر تاریخي او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، د سوریې د خلکو ګټې تل د روسیې د پالیسیو په لومړیتوب کې دي.

تازه جګړه؛ سپین‌بولدک کې پاکستاني سرتیري وژل شوي

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼ‌شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم له‌منځه وړل شوي دي.  

احمدالشرع: نه غواړو د اسراییل لپاره ګواښ واوسو

د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمدالشرع وايي چې نه غواړي د اسراییلو او یا هم د کوم بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه واوسي.

نوموړي له امریکايي شبکې CBS News  سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، له هغه وخته چې دی دمشق ته راغلی، د اسراییلو پر ضد هېڅ ډول پارونکی اقدام نه‌دی شوی او نه هم غواړو د اسراییل  یا بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سرچینه واوسي.

شمالي‌کوريا خپل «تر ټولو پياوړی بالېستیک» توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د شمالي‌کوريا دولتي خبري اژانس(KCNA)  راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کېم‌جونګ‌اون په مشري د پوځي پرېډ پرمهال تر ټولو پرمختللې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.

دغه پرېډ پرون جمعه، اکتوبر لسمه، د پلازمېنې پيونډيانګ په میدان کې جوړ شوی و.

پوتین: ډېر ژر به اټومي وسلې نندارې ته وړاندې کړو

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي چې هېواد یې، د پرمختللو وسلو ودې ته دوام ورکړی او د اټومي وسلو ازمایښت تر دې دمه په بریالیتوب سره روان دی.

پوتين د تاجکستان له سفر وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «باور لرم چې ډېر ژر به وکولای شو راپور ورکړو چې هغه وسلې چې يو وخت مو نوم اخيستی و، اوس د پرمختګ او برياليو ازموينو پړاو ته رسېدلې دي.»

حماس: اسراییلو ته د جګړې د تکرار پلمه نه‌ورکوو او غزه سپاروو

قاسم  له «العربيه» سره په مرکه کې وويل چې د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې د وړانديز شوې طرحې ځينې برخې لاهم د منځګړو هېوادونو ترمنځ بحث او ارزونې ته اړتيا لري، خو حماس د دې طرحې لومړۍ مرحله عملي کړې او له ټولو اړخونو سره د اوربند د ساتلو لپاره همکاري کوي.

محمودعباس: د اصلاحاتو پیل مو کړی

د فلسطين خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس وايي، هغه اصلاحاتي بهیر پیل شوی چې له امریکا سره ورته ژمن دی.

هغه په ځانګړې توګه د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ د دې هڅو ستاینه وکړه چې د غزې تړانګې لپاره د اوربند د ټینګولو په لټه کې وو.

عباس زیاته کړې چې اصلاحات به تر هغې روان وي، څو يو ثابت او پیاوړی ارګان رامنځته شي چې د فلسطينيانو د رهبرۍ د پرمخ وړو وړتيا ولري.