
د امریکا محکمه کې مادورو: بېګناه تښتول شوی یم
د وینزویلا ولسمشر نیوکلاس مادورو امریکا ته تر لېږدول کېدو وروسته، د نیویارک فدرال محکمه کې ویلي، «بېګناه» دی او «تښتول» شوی. مادورو له هغو

د وینزویلا ولسمشر نیوکلاس مادورو امریکا ته تر لېږدول کېدو وروسته، د نیویارک فدرال محکمه کې ویلي، «بېګناه» دی او «تښتول» شوی. مادورو له هغو

د کلمبیا ولسمشر، گوستاوو پترو نن دوشنبه، جنورۍ پنځمه، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه تورونه او ګواښونه په کلکه غندلي چې دی یې، د نشهيي توکو د قاچاق په تور تورن کړی و.

د اسراییلي پوځ لهخوا د امريکا په منځګړيتوب د تېر اکتوبر د اوربند له هوکړې سره ـ سره، په غزه کې د هغو سيمو پر ضد نوي پوځي عمليات شوي چې د اسراییلو تر مستقيم پوځي کنټرول لاندې نهدي.
د طبي سرچينو په وينا، د خان يونس په بېلابېلو سيمو کې د اسراییلي بريدونو له امله لږترلږه درې فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي، باور لري چې د کیوبا حکومت به هم ډېر ژر سقوط وکړي. د راپورونو پر اساس،

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ونزویلا په اړه د امریکا پوځي اقدام په کلکو ټکو غندلي او هغه یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سمدستي خوشې کړي او د هغوی نیول یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اوکراین دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې چې د خارکیف ښار په مرکزي برخه کې پر یوې پنځه پوړیزې هستوګنیزې ودانۍ لګېدی، د وژل شویو کسانو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.

شماليکوریا د نوي کال په پیل کې د خپلو لومړیو پوځي اقداماتو په ترڅ کې نن «یکشنبه، جنورۍ څلورمه» د خپل ختیځ ساحل له لوري څو بالستیک توغندي سمندر ته توغولي دي.
دا ازموینې په داسې حال کې شوې چې د سوېليکوریا ولسمشر د چین پر لور خپل رسمي سفر پیلاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې ښايي کیوبا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د هغو هڅو راتلونکی هدف وي چې موخه یې په لوېدیځه نیمه کره کې د امریکا د نفوذ بیا ټینګول بلل کېږي.
روبیو زیاته کړې، که دی د کیوبا د حکومت له چارواکو څخه وای، نو د امریکا د پوځ له وروستیو عملیاتو وروسته به یې د اندېښنې احساس کاوه.

د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې ډیلسي روډرېګز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، وینزویلا به هېڅکله د امریکا مستعمره نه شي.
هغې ټینګار کړی چې د دې هېواد خلک د خپل حاکمیت، سرچینو او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنه کړي چې د وینزویلا طبیعي شتمنۍ تر بهرني کنټرول لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو سازمان یوه خبرپاڼه کې وینزویلا کې د روانو بدلونونو پر زیاتېدو او د امریکا په وروستي پوځي اقدام اندېښنه څرګنده کړې. خبرپاڼه

سيبياېس شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر ځینو اهدافو د برید امر کړی. د وینزویلا حکومت د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، واشنګټن به «د دې هېواد د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.» د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له دغو بریدونو وروسته د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی. د راپورونو پر اساس، نن شنبه د وینزویلا پلازمېنه کې لږ تر لږه ۷ چاودنې شوي.

د برازیل امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد سویل کې یوه باروړونکي موټر سره د مسافروړونکي موټر د ټکر له لامله، ۱۱ کسان وژل شوي

د اسراییلو د فرهنګ وزیر او د واکمن ګوند غړي، میکي زوهار، هغه څرګندونې پاروونکي بلل شوي چې ویلي یې دي، غزه د اسراییلو برخه ده او هلته مېشت فلسطینیان یوازې «مېلمانه» دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي کابل کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د پاکستان حکومت د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) د خصوصي کولو تړون بشپړېدو اعلان کړي چې له مخې یې د دې شرکت ۷۵سلنه ونډه د ۱۳۵ میلیارد روپیو په بدل کې د ګډې سوداګریزې پر یوې ډلې یا کنسورشیم باندې وپلورله.