امریکا په سعودي د ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پټریوټ توغندي پلوري

امریکا سعودي عربستان ته د پټریوټ توغندیو او اړوندو تجهیزاتو د احتمالي پلور چې لګښت یې ۹ میلیارده امریکایي ډالر ښودل شوی، منظوري ورکړې.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو توغندیو د پلور اصلي قراردادي به د “لاک‌هېډ مارټین” شرکت وي.

ډونالډ ټرمپ: غواړم له ایران سره خبرې وکړم

سره له دې چې امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ استولي او د دغه هېواد د دفاع وزیر پیت هېګست ویلي چې پوځ د ولسمشر د هر ډول پرېکړې د عملي کولو لپاره چمتو دی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې غواړي له ایران سره خبرې وکړي.

اسټرالیا او پاکستان نن لومړۍ شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه‌توب نن پنجشنبه، جنورۍ ۲۹مه، د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۳:۳۰ د پاکستان د لاهور ښار په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

عراقچي: ځواکونه مو ګوته په ماشه هر ځواب ته چمتو دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې د دې هېواد ځواکونه «ګوته په ماشه» دي او د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري په صورت کې به «سمدستي او په پوره ځواک» ځواب ورکړي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی

د ایران د قضایي ادارې د مطبوعاتو د خبر له مخې، دغه هېواد نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۸مه، د حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړی دی.

حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور د ۲۰۲۵کال د اپرېل په ۲۹، نیول شوی و او وروسته د جاسوسۍ او د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره د معلوماتو او محرمو سندونو د شریکولو په تور د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته د قانوني پروسیجرونو له مخې ځړول شوی دی.

احمدالشرع نن روسیې ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه، د کب اتمه، د یوه رسمي سفر په ترڅ مسکو ته لاړ شي.

نوموړی به د یاد سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره وویني او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړي.

امریکا کې د واورو او توفانونو له امله د مړو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی

د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی.

د راپورونو پراساس، ۱۰ کسان یوازې په نیویارک ښار کې، چېرته چې تودوخه په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وژل شوي.

امریکايي چارواکو ویلي، ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.

مایکرون شرکت سنګاپور کې په ۲۴ میلیارد ډالرو د چپونو کارخونه جوړوي

د امریکا د چپ جوړولو شرکت مایکرون ټکنالوژي اعلان کړی چې په سنګاپور کې د ۲۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د چپ جوړولو نوې کارخونه جوړوي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د چپونو له جدي نړیوال کمښت سره د مقابلې لپاره د تولید د زیاتولو سیالي روانه ده.

امریکايي چارواکی: که ایران وغواړي واشنګتن خبرو ته چمتو دی

یو امریکايي چارواکي وايي، که ایران له واشنګتن سره د تماس غوښتنه وکړي، دغه هېواد له تهران سره د «همکارۍ او خبرو» لپاره چمتو دی.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه (د سلواغې ۷مه / د جنورۍ ۲۷مه) د دغه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو له شرایطو خبر دی او پوهېږي چې په احتمالي مذاکراتو کې به کوم موضوعات مطرح کېږي.

ناروې له افغانستان سره ۹۹۰زره ډالره مرسته وکړه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې د ناروې حکومت افغانستان ته ۹۹۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

اوچا نن سه‌شنبه، (د سلواغې ۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرسته به په افغانستان کې د بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو لپاره ولګول شي.