کابل کې د ښاري تنظیف کارکوونکی: سخت ژوند تېرولو سره مو ځان عادت کړی

کابل کې د ښاري تنظیف یو شمیر کارکوونکو چې نارنجي یونیفورم یې اغوستي، په یوه خاموشه کوڅه کې د یوې زړې ونې تر سیوري لاندې دیوال ته تکیه کړي، څو له سوځونکي لمر ځان وساتي او خپله ستړیا راکمه کړي.
هغه دسترخوان چې هوار کړی یې دی، په‌کې یوازې څو ټوټې وچه ډوډۍ او څو پیالې چای تر سترګو کیږي.

د پاکو اوبو نشتوالی؛ د کابل اوسېدونکي: د کورنۍ غړي مو پر ناروغۍ اخته کېږي

د کابل اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې د دوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکي وایي چې د ښار د اوبو رسولو سېسټم څخه بې‌برخې دي او په وینا یې، اړ دي چې له تانکرو اوبو کار واخلي. دغه اوبه چې تر ډېره غیرصحي دي، د دوی په کورنیو کې د ناروغیو د زیاتوالي لامل شوې دي.

پوهنې وزارت: تېرکال د خلکو په غوښتنه څلور زره مدرسې جوړې شوي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په غوښتنه څلور زره مدرسې جوړې شوې دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي چې د تېرکال پرمهال څه باندې یو میلیون او ۲۰۰زره زده‌کوونکي هي دولتي او خصوصي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

حشمت‌الله شهیدي لوګر کې د تصفیه شویو اوبو کارخونه جوړوي

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې یاده تولیدي کارخونه د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په پانګې‌اچونه جوړېږي چې نن «شنبه، زمري ۱۸مه» د لوګر صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ورته د فعالیت جواز هم سپارل شوی دی.

اسلامي امارت: د اسراییلو له لوري د غزې نیولو پرېکړه غندوو

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د غزې د نیولو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د اندېښنې وړ بللې ده.

یاد وزارت نن «شنبه، زمري ۱۸مه» په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه به غزه کې د جګړې د غځېدو او روان کړکېچ د پراخېدو لامل شي.

اسلامي امارت د حنفي فقې پر بنسټ د ښځو د تاوتریخوالي قضیې څېړي

د جزایي قوانینو په ځنډېدو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په لغوه کېدو سره، یو شمېر حقوق‌پوهان وایي، د سرپرست حکومت عدلي او قضایي بنسټونه د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي له قضیو سره د حنفي فقې او شرعي تعزیراتو پر بنسټ، چلند کوي؛ هغه کړنلاره چې د دوی په اند، تر یوه ځایه یې د قانون تشه ډکه کړې ده.

په دودیزو لارو چارو د نه‌اومیندواره کېدو درملنه؛ تخار کې د ښځو پټ درد

که څه هم نه‌اومیندواره کېدل د تخار د ډېرو مېرمنو لپاره یوه جدي اندېښنه ده، خو د پوهاوي نشتوالی، کورني فشارونه او دودیز باورونه لامل شوي چې ګڼ شمېر مېرمنې ډاکټر ته مراجعه ونه‌کړي او پر ځای یې د نوم‌‌اخیستلو او د بوټو درملو کارولو په څېر ناسمې او غیر علمي لارې غوره کړي؛ دغه کار ښځو ته د جسمي او رواني زیان لامل ګرځېدلی دی.

افغانستان کې د وچکالۍ نظرپوښتنه؛ د کروندګرو پر ژوند او د خوړو پر خوندیتوب اغېزې

دغه سروې چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۰۲۰ کروندګرو په ګډون شوې، په کلیوالي سیمو کې پر ټولنیز پایښت، خوړو خوندیتوب او د خلکو پر معیشت د وچکالي د پراخو اغېزو، کره او ټکان‌ورکوونکی خبرداری وړاندې کوي.
موندنې ښيي چې وچکالي یوازې اقلیمي ننګونې نه‌، بلکې څو اړخیز ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې له ځان سره لري او د کروندګرو ژوند ګواښي.

له کاري راتلونکې اندېښنه؛ ځوانانو محدودو تحصیلي څانګو کې زده‌کړو ته مخه کړې

بېلا بېلو ولایتونو کې لسګونه ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د غوره کاري فرصتونو او ښې کاري راتلونکې لرلو په دلیل یې هغو څانګو کې زده‌کړو ته مخه کړې چې نه‌یې خوښوي.
دغه راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۴۰ ځوانانو سره خبرې شوي چې ۱۲ هغه یې د طب څانګې، ۱۰ د کمپیوټر ساینس، ۷ د اقتصاد، ۵ د حقوقو او ۳ د ژورنالیزم زده‌کړیالان دي.

د لوګر پوهنې ریاست سره ولسي وګړو ۷ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د لوګر پوهنې مسوولان وایي چې ولسي وګړو او پانګوالو د ښوونځيو د بیارغونې په موخه له پوهنې ریاست سره د ۷ میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.

 د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته باندې یوشمیر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او همدارنګه ۱۴ښوونځيو ۲۰زره زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو سېستمونه جوړ شوې دي.

غزني کې په ۱۷ میلیونه افغانیو دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په دې پروژو کې د اوبو یو کانال او یو سړک شامل دی. دغه پروژې د غزني د کډوالو ښارګوټي او نواباد سیمو کې پلې شوې دي.