
هنر سره ژوند؛ هغه کس چې د خطاطۍ لهلارې خپل ژوند ته خوښۍ راوړي
په یوه کوچنۍ خونه کې چې دیوالونه یې د خطاطۍ په ښکلو تابلوګانو سمبال شوي، ناست دی.
نی یې په لاس کې دی او په ډېر دقت او زحمت سره هغه اثر جوړوي چې ټاکل شوې په څو ورځو کې هرات کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
تاج محمد ايلسیور، اته کاله وړاندې خطاطۍ سره د خپلې علاقې له امله دغه هنر ته مخه کړه.














