
کاپیسا کې په ۱۰۰ میلیون افغانۍ دوه پروژې بشپړې شوې
د کاپیسا د محمودراقي ښاروالي مسوولان وايي، د ښاري خدماتو لوړولو او د خلکو لپاره د لا زیاتو اړتیاوو برابرولو په موخه یې د سل

د کاپیسا د محمودراقي ښاروالي مسوولان وايي، د ښاري خدماتو لوړولو او د خلکو لپاره د لا زیاتو اړتیاوو برابرولو په موخه یې د سل

د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري نن سهشنبه (د وږي ۱۱مه) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، ۷۰ کسان د کمپیوټر او انټرنټ له برخو فارغ شول.
د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عتیقالله فیضاني وویل چې ټکنالوژي او کمپیوټر د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه دي او زدهکړه یې د ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم رول لري.

په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري اثارو او نقاشۍ درې ورځنی نندارتون «نن سهشنبه، وږي یوولسمه» پرانېستل شوی دی. په دې نندارتون کې شاوخوا ۳۰ هنري او خطاطي اثار د خلکو نندارې ته کېښودل شوي دي.

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د یاد ولایت له کانونو څخه ایستل شوي ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد (نن سهشنبه،د وږي ۱۱مه) د ازادې داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه په ۱۰۷زره او ۵۵۹ امریکایي ډالرو پلورل شوي دي. د نوموړي په وینا، وړاندې شوي زمرد د کریت په بڼه او د کانونو د څارنې د استازو په حضور کې سوداګرو ته د پلور لپاره وړاندې شول چې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو یې په دې بولۍ کې ګډون کړی وو.

د هند بهرنیو چارو وزیر اسجي شنکر ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې ټلیفوني خبرو کې د زلزله ځپلو په اړه خبرې کړي.
هغه دغو ټلیفوني خبرو کې ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ویلي، د ټپیانو د ژر رغېدو هیله لري او هند په دې سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته یې خیمې رسولي او ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم سمدلاسه د هند ماموریت لخوا له کابل څخه کونړ ته لیږدول کیږي.

نوموړي اېکسپاڼه لیکلي: « د طبیعي ناورینو لړۍ د سېلابو په بڼه په همدغو سیمو او دغه راز خیبر پښتونخوا کې له څه مودې را روانه ده او ښیي چې طبیعت او ناورین د انسان په لاس کښل شوې لیکې نه پېژنې او د خپلو قوانینو له مخې چلند کوي او ځکه د هغو له عواملو او عواقبو سره مقابله باید په همدغو اصولو او خپلمنځي لاسنیوي وشي.»

د پاکستان حکومت لخوا د ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د قانوني پاتې کیدو او داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نیټه تېره ورځ پایته ورسېده.

جاوید افریدي لیکلي: «افغانستان کې راغلې زلزلې او رامنځته شويو زیانونو ډېر خفه کړم، زه د افغانستان د زلزلې ځپلو وروڼو سره د لس میلیونو کلدارو مرستې اعلان کوم. د افغانانو په دې غم کې ځان شریک بولم او له لوی رب څخه سوال کوم چې الله جل جلاله دې شهیدانو ته جنت الفردوس ور نصیب کړي او د کورنیو زړونو ته یې دې صبر جمیل ورکړي.»

د بامیان یو شمېر مالدارو ښځو د دې پر ځای چې وړۍ خرڅې کړي، د مسلکي زدهکړو او عصري وسایلو له لارې یې د وړیو

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (دوشنبه، سنبله ۱۰) تخار کې د سپینزر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانيسته وکړه. هغه د دې

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (یکشنبه، سنبلې ٩) بغلان کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارو د پيل

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د بېګاه شپې زلزلې له امله تر خاورو لاندې د احتمالي ژوند پاتیو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
دغه وزارت نن دوشنبه، وږي لسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تر دې مهاله ۴۰ پروازونه شوي او ۴۲۰ ټپیان او شهیدان انتقال شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو خواشیني ښودلې او د هر ډول مرستې لپاره یې، د چمتووالي اعلان کړی دی.
یاد وزارت نن دوشنبه، وږي لسمه پر خپله اېکسپاڼه له افغان حکومت او ولس سره د ایران حکومت د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان کونړ او ننګرهار کې د شوې زلزله له امله خواشیني ښودلې ده.
نوموړي نن دوشنبه، وږي لسمه پر خپله فېسبوکپاڼه له شتمنو غوښتنه کړې چې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره شپه د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په تړاو افغانانو سره د پیوستون اعلان کړی. هغه نن

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵۵ ته لوړ شوی