له کندهار څخه هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوي

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له کندهار څخه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوې دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نبات ژغورنې مدیریت مسوولان وایي چې دغه صادرات د کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي.

خوست کې ۱۳۰ کسان مسموم شوي

د خوست ځايي مسوولان وايي، د ځاځي‌میدان ولسوالي «شمسي» سیمه کې د خیرات ډوډی مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم شوي. د خوست د ولايت

د کونړ زلزله؛ د لارو بندښت، د ژغورنې عملیات او د توکو لېږد ستونزمن کړی

د روانې اوونۍ د تېرې دوشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د ننګرهار، لغمان او کونړ یوشمېر برخې ولړزولې چې یوازې د کونړ د نورګل ولسوالي په مزار درې او د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې یې نږدې ۱۵۰۰  کسان مړه او څه باندې درې زره نور ټپیان کړل. دې زلزلې د مزار درې په ګڼ‌شمېر کلیو کې سلګونه کسان مړه کړي چې لاهم تر خاورو لاندې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو سیمو سره اړیکې پرې شوي

د ملګروملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) وایي چې د هېواد ختیځ په لوړو زلزله‌ځپلو سیمو کې د ډېری کلیو له اوسېدونکو سره اړیکې پرې شوي دي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه، د وږي ۱۲مه، په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د لارو د تړل‌کېدو له امله د وروستیو زلزلې پاتې ژغورل شویو کسان په انزوا کې ژوند کوي او بشري مرستو ته لاس‌رسی نه‌لري.

لوګر کې دوه کسان د څارویو د غلا په تور نیول شوي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کلنګار» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا دوه کسان د پسونو د غلا په تور نیول شوې دي.

د لوګر امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل نیول شویو کسانو د اوږدې مودې راهیسې په مرکز پل‌علم کې له بېلابېلو سیمو غلاوې کولې چې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له لوري نیول شوې دي.

د سرپل د بلخاب د ډبرو سکرو کان څخه د مسلکي استخراج چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د شمالي ولایتونو د سفر پرمهال د سرپل د بلخاب ولسوالي کې د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج او د معادن ترمنځ د نښلونکي سړکونو پروژه پرانیستله.

ملا برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډای هېواد دی او دا سرچینې ستراتیژیک او بنسټیز ارزښت لري.

خوست کې دوه پراختیايي پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، وږي دولسمه» په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په علیشرو ولسوالي کې د شاوخوا ۲۲۵زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

هراتۍ نجونې د «تذهیب هنر» کې د هیلو څرک لټوي

په داسې حال کې چې پر افغانو نجونو د ژوند محدودیتونه سیوری غوړولی، په هرات کې یوشمېر نجونې د تذهیب هنر ته مخه کړې ده. دوی د رنګ او قلم په ژبه خبرې کوي او د دې هنر تر سیوري لاندې د خپلې راتلونګې لپاره د هیلو او ارامۍ لټون کوي.

د دغو نجونو په وینا، هنر ورته د تیارو او ورځ تر بلې د زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې یو امن پناه ځای ګرځېدلی، چېرې چې د خلاقیت او ښکلا له لارې خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.

د کونړ زلزله؛ ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ ټپیان دي

د کونړ په بېلابېلو ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو شمېر خورا لوړ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سه‌شنبه، وږي یوولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کونړ کې د شوې زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په شوې زلزله کې ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.