بلخ کې د منکراتو مخنیوي لپاره د نوري فایبر انټرنټ بند شو

د بلخ محلي مسوولان وايي، د نوري فایبر انټرنټ د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په فرمان قطع شوی.

د بلخ د والي ویاند عطاالله زید پر خپله اکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اقدام له منکراتو څخه د مخنیوي په موخه شوی دی.

هغه لیکلي چې تر دې وروسته د نوري فایبر فعالیت قطع شوی او له دې لارې انټرنیت د لاسرسي وړ نه دی.

اسلامي امارت د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې غونډه کړې

اسلامي امارت هېواد کې د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو مخنیوي طرحې د ارزونې غونډه ترسره کړه.
دغه غونډه کې ښارونو او لویو لارو کې د ټرافیکي نښو پر لګولو، ګولایانو کې د هندارو په نصبولو، لویو لارو کې د کرښو په ایستلو، د نقلیه وسایطو په تخنیکي معاینې او موټر چلوونکو د روغتیایي خوندیتوب کارټونو په وېش هر خبرې شوي.

د ځوانانو هنري اثارو کې د ټولنې ناخوالو ته انعکاس ورکول

یو شمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې خپلو هنري اثارو کې د ټولنې، درد، رنځ او واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
سلام‌وطندار دغه راپور کې د ۱۰ نجونو په ګډون ۲۱ ځوانانو سره چې ۱۰ یې لیکوالان، ۵ شاعران او ۶ انځورګر او ګرافیک‌ ډیزاینر دي، خبرې کړي.
موندنې ښيي چې ډېری دغه ځوانان په خپلو اثارو کې ټولنیزو، ښوونیزو او فرهنګي موضوعاتو ته پام کړی.

د جوزجان طوطي‌میدان د ګازو استخراج چارې پیل شوې

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د جوزجان ولایت د طوطي‌میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې چې له یوه اوزبیکستاني شرکت سره یې قرارداد شوی، نن پیل شوې.
د کانونو او پترولیم وزیر هدایت‌الله بدري وویل، یاد کان ۷۵۰۰ کیلومتر مربع مساحت لري چې له مخکې په کې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورې څاه‌ګانې شتون لري.