
بلخ کې د سوند توکو د پېر او پلور ځانګړی بازار پرانېستل شوی
د بلخ محلي چارواکي وايي چې د سوند توکو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره (چهارشنبه، وږي ۲۶) په مزار شریف ښار کې د سوند توکو ځانګړی بازار پرانېستل شوی دی.
په مزارشریف ښار کې د مزار هوتل د تجارتي مرکز مسوول مصطفی مهمند، د دې بازار د پرانېستلو اصلي لامل د ښو تجارتي خدمتونو وړاندې کول او په بازار کې د اسانتیاوو برابرول شودلي دي.













