
غزني کې د ښارګوټو دولتي اعلانېدل؛ «خلکو په پور او خوارۍ ځمکې اخیستي»
د غزني ښار په شپږمه ناحیه کې د نواباد ښارګوټی پر ۱۸۴۳ جریبه ځمکه، د غزني په سوېلختیځ کې د حکیم سنايي ښارګوټی پر ۱۲۹۳ جریبه ځمکه او د غزني په سوېللویدیځ کې د سلطان محمود غزنوي ښارګوټی چې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، د اسلامي امارت د غضب شویو ځمکو د مخنیوي کمیسیون له لوري دولتي اعلان شوي دي.














