حامد کرزي په کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلام‌اباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.

ذبیح‌الله مجاهد: کابل ښار کې د تېرې شپې چاودنو پلټنې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.
ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي: «کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی، خو څوک دې تشویش نه‌کوي، خیر او خیرت دی.»
ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو ویلي چې د قوي چاودنو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو غږونه یې اورېدلي.

یوشمېر مېندې: «مېړه مې ښه چلند نه‌کاوه، ویل یې ولې زوی نه‌زېږوې»

یو شمېر هغه ښځې چې زامن نه‌لري وايي، په پرلپسې ډول د نجونو زېږون په دلیل تاوتریخوالي سره مخ شوي.
دغو ښځو ویلي، د امیندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته له اړینې پاملرنې بې‌برخې پاتې شوي او د خپلو مېړونو په کورنیو کې په سپکاوي او بدو نومونو یادې شوي.
په دغه راپور کې له هغو ښځو سره خبرې شوي چې له پنځو تر اته لوڼې لري او له ودونو یې ۱۲ تر ۲۰ کلونو تېر شوي.

بدو کې د نجونو ورکړه، واده شوې مېرمنې سختو ستونزو سره ژوند تېروي

په افغاني ټولنه کې که له یوې خوا نجونو سره د واده کولو پرمهال مشوره نه‌کیږي، بل ناوړه دود دا دی چې د دوو کورنیو ترمنځ بدیو کې د روغې جوړې پرمهال نجونې یو بل ته ورکول کیږي.
په بدو کې ورکړل شوې نجونې وايي، د ژوند ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شي، سختۍ او کړاونه یې پیل او د مرګ تر وخته ځوریږي.

د هرات له زندانه ۱۶۰ بندیان خوشې شول

د هرات د زندان مسوولان وايي، د اوسني حکومت د مشر د فرمان پربنسټ، نن چهارشنبه د تلې ۱۶مه، ۱۶۰ بندیان له دغه زندان څخه خوشې شوې دي.

د هرات د محبس عمومي رئیس شراف‌الدین مخلص وایي، خوشې شویو بندیانو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.

بدخشان کې دوو زده‌کوونکو جېټ‌الوتکه جوړه کړې

د بدخشان د وردوج ولسوالي دوو زده‌کوونکو له لرې واټنه کنټرولېدونکې جګړه‌ییزه جېټالوتکه جوړه کړې ده.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، دغه زده‌کوونکي چې واثق‌الله او ساحل نومېږي، د «سید نجم‌الدین واثق» لېسې زده‌کوونکي دي او دا الوتکه یې د ډېرو لږو امکاناتو په مرسته طرحه او جوړه کړې.