پکتيا کې د صادراتي اسنادو د تایید لپاره ځانګړی مرکز پرانيستل شوی

د پکتيا صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د سوېل ختيځ زون په کچه پکتيا کې د صادراتي اسنادو تاییدي لپاره واحد مرکز پرانيستل شوی دی.

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست رییس مولوي عظيم خان عظيمي د ياد مرکز پرانيستې مراسمو کې وويل چې په دې مرکز کې به د شاوخوا شپږو رياستونو او نورو اتحاديو استازي موجود وي او د صادراتي توکو اسناد به ژر خلاصيږي.

بلخ د شمال زون د کرېکټ جام اتلولي خپله کړه

د «ځوانانو راډیو» د کرېکټ جام دویم پړاو سیالي د روانې تلې میاشتې پر ۱۸مه، د کندوز په کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې چې د بلخ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د «ځوانانو رادېو» مسوول شهزاد شیرزاد وایي چې د شمال زون کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د بلخ لوبډلې د خپلو لوبغاړو په کارکردګۍ سره، د کوربه لوبډلې «شینواري اتلان کندوز» ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د شمال زون اتلولي یې خپله کړه.

له ۳۴ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «له راستنېدو وروسته هم وزګاره یوو»

له ایران او پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکوالي سره هم‌مهاله د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د روان کال د ثور پر لومړۍ نېټه په سپین‌بولدک ولسوالي کې له راستانه شویو افغانانو سره د لیدنې پرمهال ویلي و چې افغان کډوالو ته د کار کولو زمینه برابروي.

پاکستان سره د لارو تړل کېدو سوداګر مالي زیانونو سره مخ کړي

وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړ، پر وړاندې يې اسلامي امارت پر فرضي کرښه د پاکستان پوستې په نښه کړې چې له جګړې وروسته د دواړو هیوادونو سوداګریزې لارې هم تړل شوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو، نه یوازې مسافرو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي، بلکې د دواړه هیوادونو ترمنځ سوداګري هم اغېزمنوي.

پکتيا کې۱۵۳ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتيا  د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له بېلابېلو حرفوي زده‌کړو شاوخوا ۱۵۳ځوانان له شپږ مياشتنيو زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست رییس قاري محمدرحیم نصرت د فراغت مراسمو کې وويل چې ياد شمېر ځوانانو ته په څلور خياطي، موبايل ترميم، موټرسایلک جوړونې او برښنا برخو کې شپږ مياشتنۍ زده‌کړې ورکړل شوې دي.

ډونالډ ټرمپ: هڅه کوم د افغانستان او پاکستان جګړه ختمه کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شخړو حل‌کولو کې ښه مهارت لري او هڅه کوي د افغانستان او پاکستان جګړه هم حل کړي.
هغه اسراییل او مصر سفر ته له سفر مخکې خبریالانو سره خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې شخړې ته اشاره وکړه او ویلي، دا مسله به هم حل کړي.
هغه ادعا وکړه چې دا به اتمه جګړه وي چې دی یې پایته رسوي.

ذبیح‌الله مجاهد: د تېرې شپې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.
هغه وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.

دفاع وزارت پاکستان ته: که بیا مو د افغانستان حریم نقض کړ، سخت ځواب به ترلاسه کړئ

د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د افغان پوځ د تېرې شپې عملیات د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم پرلپسې نقض په ځواب کې ترسره شول.
د دفاع وزارت زیاته کړې چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، افغان وسله‌وال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.

د اسلامي‌ امارت غچ‌اخیستونکي بریدونه؛ پاکستاني ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچ‌اخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي، افغان پوځ تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو عملیات کړي.

د متقي او جي‌شنکر ترمنځ غونډه؛ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایس‌جې شنکر سره نوې‌ډیلي کې غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.