
شاهد افریدي: افغانانو زموږ احسان هېر کړی
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي وايي چې افغانانو د دوی احسان هېر کړی او پر یاد هېواد یې، برید کړی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان تل د خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې د خپلې ستونزې د خپلو ستونزو په څېر ګڼي، خو په وینا یې، افغانانو دا هر څه هېر کړي دي.
افریدي زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو دېر یرغل ته سخت ځواب ورکړی دی.













