
کابل کې یوشمېر زدهکوونکو له ناکاره توکو رباطونه جوړ کړي
د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې لسګونه زدهکوونکو په ډلهییزه توګه له ناکاره توکو «د کاردستي رباطونه» جوړ کړي دي.
دغه ځوانان او تنکي ځوانان وايي چې د خپلو نوښتونو د ودې او د توکو بیاکارونې لپاره یې، هڅه کړې چې د کار وړ او لومړني وسایل جوړ کړي.














