ملګري ملتونه: د اوبو ناورین ښځې او نجونې اغېزمنې کړي

ملګروملتونو د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اوبو نړیوال بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو دي.

یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې که څه هم د اوبو کمښت ټول خلک اغېزمنوي، خو ښځې او نجونې تر نورو ډېر زیان ویني.

شرافت زمان امرخېل: اوس هم د لسګونه قربانیانو جسدونه عدلي طب کې دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان وروستي برید کې د قرباني شویو ملکیانو لسګونه جسدونه اوس هم د عدلي طب ریاست کې دي.

هغه نن شنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ / مارچ ۲۱ یوه خبرتیا کې ویلي، د دغو جسدونو هویت مالوم نه‌دی او کورنیو یې مراجعه نه ده کړې.

افغانستان یوځل بیا د نړۍ تر ټولو خپه هېواد بلل شوی

په نړۍ کې د خوښۍ د کلني راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو خپه یا غمجن هېواد بلل شوی، په داسې حال کې چې فنلند د نهم پرله‌پسې کال لپاره د تر ټولو خوښ یا خوشحاله هېواد مقام خپل کړی دی.

د راپور له مخې، د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ژوند د رضایت کچه تر ټولو ټیټه ثبت شوې چې له ۱۰ نمرو څخه یوازې ۱.۲ ده.

ښځې او اختر؛ مبارکۍ، میوې او هغه دودونه چې کورونو ته خوښي راوړي

د ډېرو ښځو لپاره اختر یوازې جشن نه، بلکې د کورنیو د راټولېدو، د اړیکو تازه کولو او هغو دودونو د ژوندي ساتلو فرصت دی چې له نسلونو راهیسې د افغانستان په فرهنګ کې ریښه لري.
دغو ورځو کې ښځې په ډېر شوق د اختر د دسترخوانونو په چمتو کولو بوختېږي، هغه دسترخوانونه چې د مېلمه‌پالنې، مینې او د پخوانیو دودونو د ساتنې مهم سمبول ګڼل کېږي.

د اسلامي امارت مشر: خلک حق لري د حکومت کړنو په اړه پوښتنه وکړي

کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو.

هغه د اختر لمانځه پرمهال د عدالت پر ټینګښت، د مسوولانو ترمنځ د نېک نیت پر اړتیا او د حکومت د کړنو په اړه د خلکو د پوښتنو پر حق ټینګار وکړ.

د رییس‌الوزرا اختریز پیغام: د زیانمنو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړئ

د اسلامي امارت رییس الوزرا خپل اختریز پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د پاکستان بمباریو کې د زیانمنو شویو او راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ملا محمد حسن اخوند دغه پیغام کې ویلي چې د اختر ورځو کې د اړمنو او بېځایه شویو وضعیت ته لاسرسی یو اسلامي مسوولیت دی.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پروړاندې عملیات ځنډول شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر وړاندې د رد الظلم دفاعي عملیات لنډمهاله ځنډول شوي.

هغه وویل، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او د منځګړو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

نن افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.

د سلام‌وطندار راډیو مشرتابه او کارمندان تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.