
د کونړ زلزله؛ هغه زدهکوونکي چې خپلو هېلو سره خښ شول
فیصل او سلیم د کونړ د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې د «اندرلچک» لېسې هغه دوه زدهکوونکي وو چې غوښتل یې ډاکټر او انجینیر شي، خو زلزلې هغوی او ټولې هیلې یې د خاورو لاندې کړې.
شاهمحمد شاهد د «اندرلچک» لېسې د درېیم ټولګي او د یادو زدهکوونکو ښوونکی دی.














