لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

د لوګر د کلیوپراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د بره‌کي برک ولسوالي په «مومند» کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

افغانستان کې جنګي‌جنایتونه؛ اسټرالیا له خپلو پوځيانو مډالونه بېرته اخلي

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي چې افغانستان کې پر جنګي جرمنو تورنو يوشمېر لوړپوړو پوځي افسرانو څخه د خدمت‌کولو لپاره ورکړل شوي، عالي مډالونه بېرته اخلي.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو یوه راپور کې داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیايي ځواکونه پر جنایتونو تورن پېژندل شوي.

افغانستان کې د «ټاپي پروژې» عملي چارې پیل شوې

افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړي فاز چارې له ترکمنستان څخه تر هرات ولایت پورې نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو له لوري په رسمي توګه پرانېستل شوې.

د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستو مراسمو کې د دغه ډول سترو پروژو د پلي‌‌کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې ۹۳ولسوالي روغتونونه لري

د عامې روغتيا وزارت مسولان وايي، افغانستان کې د تېرو ۴۵ کلونو د جګړو له امله روغتيايي خدمتونه غيرمعياري او کمزوري دي، خو په وينا يې، د معياري‌کېدو لپاره يې هڅې پيل کړي. د عامې روغتيا وزارت سرپرست همداشان وويل، د پکتيا له حوزوي روغتون یې هم ليدنه کړې چې خدامات يې معياري او بشپړ نه‌دي.

د پوهنې وزارت: له شپږم پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړلي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړل شوې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه کابل کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې وکړې. دا مهال د هېواد په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې څه باندې لس میلیونه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

د کابل-غزني لوې لارې د دوېم لین سړک جوړېدو چارې پیل شوې

د کابل-غزني دویم لین سړک د جوړېدو چارې د سرپرست حکومت د یو‌شمېر لوړو پوړو چارواکو له‌خوا پرانېستل شوې.

د یاد سړک د جوړېدو چارې سه‌شنبه، وږي ۲۰مه پیل شوې چې له کابله د میدان‌‌وردګ سیداباد ولسوالي دښتې‌ټوپ سیمې پورې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

د حج او اوقاف وزارت یوه کال کې څه باندې ۳۰۰ فتواوې ورکړي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه وزارت د بېلابېلو مسایلو اړوند څه باندې ۳۰۰ فتواوې صادر کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه، وږي ۲۰مه کابل د دې وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د هلمندټرانسپورټ ریاست: موټرچلوونکي دې خپل موټر چپ‌لاس ته بدل کړي

د هلمند د ټرانسپورټ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې تر ۹۰سلنه موټر د افغانستان د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو خلاف چلول کېږي.

دوی دغه ولایت کې موټرچلونکو ته سپارښتنه کړې چې د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې خپل موټر د افغانستان چپ لاسته واړوي.

د ملي دفاع وزارت ۱۱۴۵ پوځي وسایط ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت اړوند ورکشاپونو کې یې، سلګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړې دي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، وږي ۲۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ځانګړو ځواکونو فرقې په ورکشاپ کې ۱۱۴۵ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

غزني کې امېندواره مېرمنې: د امېندوارۍ پر مهال مو ساه‌لنډي ځوروي

په غزني کې یوشمېر امېندواره مېرمنې وايي، د امېندوارۍ پر مهال ساه‌لنډي ورته پیدا کېږي او ځینې وخت له دې ناروغۍ د وتلو لپاره ځانګړي درمل وخوري چې په وینا یې، ښايي ماشوم ته یې زیان ورسېږي.
دوه امېندواره مېرمنې مرضیه او لیلی چې ساه‌لنډي یې ځوروي وايي، د امېندوارۍ په منځنیو میاشتو کې پر دې ناروغي اخته کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۱۰سلنه کم شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان له یوشمېر هېوادونو سره ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې سوداګریزې راکړې ورکړې له ډلې څخه ۴ میلیارده او ۹۱ میلیونه ډالره یې، واردات او ۵۰۹ میلیونه ډالره یې صادرات دي.