
خوست کې د «رڼا» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون روان دی
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، د خوست ښار منار کې د کتاب لوستنې او مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په پار د «رڼا» په نوم د کتاب لوستنې درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
دغه نندارتون د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پرانېستل شوی چې نن سهشنبه، لیندۍ ۲۷مه یې، وروستۍ ورځ ده.














