
د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې
د تولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول موټرو د تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن یکشنبه، مرغومې ۳۰مه سلاموطندار ته وویل چې دا مهال سالنګونو کې واوره او توپان روان دی او د سهار له درېوو بجو لاره تړل شوې.














