د چین یو شرکت افغانستان کې د موټرو کارخونه جوړوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین دونګ‌فنګ اډي موټورز شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه شرکت مسوولانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال دې برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

زابل کې د «ملي تولیداتو لومړنی نندارتون» پرانېستل شو

د افغانستان د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه، زابل کې د لومړي ځل لپاره نندارتون جوړ شوی دی.

د نندارتون چارو سمبالوونکی تسل خان وايي، دغه ملي نندارتون به د روانې غويي میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي. د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی دی.

غزه کې نژدې ۳۰۰زره ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د اسراییل محاصرې او د لوږې له امله شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو پر اساس، د غزې د محاصرې په څه باندې دوو میاشتو موده کې، شاوخوا ۷۰ زره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د اریوب‌ځاځي ولسوالي سپینې‌ شګې پارک کې ۲۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه کیږي

د پکتیا ځایي مسوولان وایي، د اريوب‌ځاځي ولسوالي سپينې‌شګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ١٢ کلونو لپار په قرارداد ورکړل شو.
دوی وويل، قراردادي شرکت به د کوټکي له بازاره پارک پورې ٧ کيلومتره سړک په اساسي ډول جوړوي، د اوبو سيستم، ٢٤ ساعته برښنا، سيار کلينک او ځينې نورې اړينې اسانتياوې به هم برابروي.

له ۳۶ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۱ یې منظم ژوند لري

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د روغ ژوند لرلو سبک ارزولو په موخه جوزجان، فاریاب، بامیان، بادغیس، لغمان، بلخ، هرات، تخار او کابل ولایتونو کې له ۳۶ ځوانانو سره مرکې کړي دي. دغه رپوټ کې مرکه شویو ځوانانو د سالمه خوړو، منظمه بدني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

رسنیز فعالان: محدودیتونو د رسنیو د محتوا په کیفیت منفي اغېز کړی

د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یوشمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان وايي، محدودیتونو او د حکومتي مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نه‌شریک کولو، د رسنیو د محتوا پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی.
د دوی په وینا، د مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نه‌شریک کېدو په دلیل یې زیاتره راپورونه له خپرېدو پاتې کیږي.