خوست کې د «کوارتز» منرال نوی کان کشف شوی

د خوست محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په شمل دوه منده ولسوال کې د کوارتز منرال کان کشف شوی دی.

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کانونو رياست د انجینیري ډلې له لوري په شمل دوه منده ولسوالي کې د کوارتز منرال نوی کان کشف شوی دی.

روزا اوتنبایووا: افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدان‌وردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

د هغې مېرمنې کیسه چې نورو معلولانو ته د ژوند هیلې ورکوي

کابل کې د سره صلیب د یوه روغتون دروازه خلاصږي او ناروغان یو په بل پسې روغتون ته ننوځي؛ یو د لکړې په مرسته، بل په ویلچیر او یو هم د یوه ماشوم په مرسته روغتون ته د ننوتلو په هڅه کې دي.

ډېری دغو ناروغانو د جګړې د پاتې شویو ماینونو د چاودنې له امله د خپل بدن ځينې غړي له لاسه ورکړي.

غزني کې روغتیاپالان: د اومېندوارۍ پرمهال تلوېزیوني معاینات اړین دي

غزني کې د نسايي-ولادي برخې یوشمېر روغتیاپالان د اومېندوارۍ پرمهال د تلوېزیوني معایناتو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وايي چې دغه معاینات د مور او ماشوم روغتیا لپاره اړین دي.

د نسايي-ولادي برخې ډاکټر محمدعاطف نوري سلام‌وطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ پرمهال یوه مېرمنه باید له درې تر پنځه ځلې تلوېزیوني معاینات وکړي.

اقلیمي بدلونونو سره مخ د افغانستان کرنه؛ د اغېزو مخنیوي کړنلارې څه دي؟

اقلیمي بدلونونه چې دامهال د نړۍ په سطحه جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، افغانستان کې یې د یوه حیاتي بحران بڼه غوره کړې، داسې چې د هېواد د خوړو امنیت یې تر ګواښ لاندې راوستی دی.

د اقلیم بدلون شدت ته په کتو، کارپوهان وايي چې اوس تر بل هر وخت ژر، د بېړنیو اقداماتو اړتیا ده.

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۷۰زره ډالرو په لګښت د درسي توکو مرسته شوې

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت د دولتي ښوونځیو له زده‌کوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې ده.

میدان‌وردګ کې د ۲۳ نویو کانونو سروې شوې

د یاد ولایت په مقام کې د کانونو د خوندي ساتنې په موخه جوړې شوې غونډې ته د یادې کمېټې غړي او د کانونو ریاست استازي نعمت‌الله وویل، اوس مهال په میدان‌وردګ کې ۱۷۶ بېلابېلو کانونه شتون لري چې په یوشمېر کانونو یې د استخراج چارې هم پيل شوې دي.

له حکومتي دندو تنقیص؛ مجاهد: د خلکو او هېواد په ګټه دی

د ملي ټلوېزیون پخوانی خبریال محمدرفیق کمال‌پوري دغه رسنۍ کې د ۳۳ کلونو کارکولو وروسته، د دوشنبې پر ورځ له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

محمدرفیق چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، سلام‌وطندار ته وايي، په دې برخه کې ورسره دوه ګونی چلند شوی دی.

د برښنا شرکت مشر د کاسا زر پروژې ناستې کې د ګډون لپاره تاجکستان ته روان شو

د برښنا شرکت پر اېکسپاڼه ویلي چې د دغه شرکت اجراییه رییس عبدالباري عمر په مشرۍ پلاوی نن د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجیکستان ته روان شو.
یاده ناسته کې د تاجیکستان په ګډون د قرغیزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي ګډون کوي او تمه ده چې د پروژې په اړه «هر اړخیزې» خبرې وکړي.

ملا برادر د یوه پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته په سفر روان شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن چهارشنبه مخکې له غرمې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته سفر کړی.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال به د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.

هلمند کې د کورونو لوړې کرایې؛ «له مجبورۍ مې یوه کوټه کرایه کړې»

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ۴۵‌کلن رازمحمد د ګټې‌وټې لپاره د یوې زړې رېکشې خاوند دی. رازمحمد د لښکرګاه ښار پر سړکونو د خپلې کورنۍ اړتیا برابرولو لپاره دغه رېکشه چلوي.

نوموړی چې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، وايي، دومره څه پیدا کوي چې ژوند یې، پرې روان شي.

دودیز طب سره لېوالتیا؛ «یوناني طب مې له یوه افغان سېک زده‌کړ»

یوشمېر هغه ځوانان چې له طبیعي بوټو درمل جوړوي په دې باور دي چې په دغو درملو سره د هغو دردونو درملنه کېدی شي چې په کیمیاوي درملو سره یې درملنه ستونزمنه ده.

دوی په درسي نصاب کې د دودیز طب مضمونونو ته د ځای ورکولو غوښتنه کوي او وايي، اړتیا ده چې دودیز طب په عملي‌، پراخ او ښه ډول راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.