
د اسلامي امارت او ترکیې چارواکو د اړیکو په پراختیا خبرې کړي
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم تېره ورځ (پنجشنبه، جوزا

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم تېره ورځ (پنجشنبه، جوزا

د راپورونو پر اساس، د غزې روغتیا وزارت ویلي چې دې وروستیو ورځو کې غزه کې ۲۹ ماشومانو او سپینږیرو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور د لوږې خطر سره مخ دي.
د غزې روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله هلته لوږه او قحطي په بېمخینې ډول پراخه شوې.
غزه کې دغو ۲۹ کسانو داسې مهال د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې سرپرست نورالدین ترابي وویل، تېر کال د کندهار د سپينبولدک ولسوالي یوه ستره سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته شاوخوا ۵۵۰ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
ده وویل، له دغې اورلګېدنې اغېزمنو ۲۴۹ سوداګرو ته د اوښتي تاوان ۳۰ سلنه چې ۲۰۰ میلیون افغانۍ کېږي، د خسارې په توګه ورکوي.

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
يادې پروژې په ګربزو، اسماعيل خيل مندوزي، عليشرو او سپيرې ولسواليو کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شوې.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارو پرانیسته وکړه.
هغه وویل، د برښنا د تولید دغې دستګاه جوړولو چارې به شپږ میاشتې وخت ونیسي او ۱۰ زره کورنیو ته به بریښنا برابره کړي. نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.

د لوګر یوشمېر بزګران وایي چې د کرنې د مکانیزه کولو او اوبو د اغېزمنې کارونې په موخه، کروندګرو د ځمکو د خړوبولو په موخه د څاڅکو په بڼه د اوبولګولو عصري سېسټمونو ته مخه کړې ده.

د برښنا شرکت اجرایي مشر عبدالباري عمر وايي چې هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه، لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېستغونډه کې کړې دي.

د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.
د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (پنجشنبه، د جوزا لومړۍ) ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې مشر چن ژیاؤډونګ سره لیدلي.
دغه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه شوي.

د پکتيا د زندان رياست مسوولان وايي چې زندانيانو ته د تفرېح، سالمې بوختيا او د فزيکي روغتيا په موخه يوه اوونۍ وړاندې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالي جوړې شوې وې چې د پکتيا پوهنتون د زدهکړیالانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د کابل ښاروالي مسوولانو د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل، د ګلانو او زينتي بوټو دغه نندارتون له ګلانو د ساتنې فرهنګ ترویج، د

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.
هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
هغه لیکلي چې پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل او توجیې پرته د پیښو مسئولیت په افغانستان نهاچوي.

د هلمند د امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د تېرو څو اوونیو په ترڅ کې یې د لښکرګاه ښار ترڅنګ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو د ګرځولو مخنیوي په موخه پراخ کشفي عملیات کړي او ګڼې وسلې یې نیولې دي.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور نن (چهارشنبه، ثور ۳۱) لوګر کې د یوې غونډې پرمهال د خروار بند حیاتي ارزښت ته په

د پروان د لوړو غرونو او حاصلخیزو دښتو په منځ کې، داسې طبي بوټي شته چې له پیړیو راهیسې د دې خاورې د خلکو د

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګيي سره لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه لهمنځه یوسي.