سخت کار او کمه ګټه؛ ځوانانو د بېکارۍ له امله کانونو کې کار ته مخه کړې

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ځاني خطرونو او کم امتیاز ترڅنګ، ځوانان د کاري فرصتونو نه‌شتون په دلیل کانونو کې غیر مسلکي کار کولو ته مخه کړې.
کارپوهان وايي، کانونو کې د غیرمسلکي کسانو استخدام او له غیر مسلکي لارو چارو کان کیندنه، د ځاني تلفاتو ترڅنګ، د هېواد د ملي سرچینو او شتمنیو له منځه تلو لامل هم کیږي.

د افغان ځوانانو ترمنځ د خوښۍ او خفګان کچې ارزونه

د افغانستان اوسنیو شرایطو کې ځوانان ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او رواني برخو کې پراخو ننګونو سره مخ دي. ناامنۍ، بېکاري، پر زده‌کړو محدودیتونه، کډوالي، جنسیتي تبعیض او کورني فشارونه له هغو عواملو دي، چې د ځوانانو پر رواني حالت او د هغوی د ژوند پر کیفیت مخامخ اغېز کوي.
سره له دې چې د افغان ځوانانو ترمنځ د رواني روغتیا او احساساتو په تړاو د کره اطلاعاتو او کره شمېرو تشه موجوده ده، دغه سروې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د خوښۍ او خفګان سنجولو په موخه ترسره شوې ده.

د اسلامي امارت مشر: علما سیاست کې هم مسوولیت لري

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د مدرسو استادانو او مسوولانو ته په جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا کړې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ‌هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ دغه سیمینار ته ویلي، علما یوازې د انفرادي عباداتو لپاره نه‌دي، بلکې په سیاست کولو هم مکلف دي.

حج ته د افغان مېرمنو لېوالتیا؛ «نشم تللی، ځکه پیسې نه‌لرم»

افغانستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې، هر کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره له ۱۳ تر ۳۰زره کسانو لپاره سهمیه ترلاسه کوي. دغه سهمیه د مسوولو بنسټونو له لوري د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ ټاکل کېږي.

افغانستان کې مېرمنې له تېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله د یادې فریضې ادا کولو لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ نږدې نیمايي ګډونوالې مېرمنې «خپګان» لري

سلام‌وطندار د ښځو د رواني وضعیت څېړلو لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ۴۰۱ ښځو ترمنځ د خپګان کچې ارزولو پاڼې وېشلي. د دغې څېړنې پایلې ښيي چې ۴۹.۶۷ سلنه ګډونکې ښځې په منځنۍ سطحه خفګان او ۵۰.۳۳ سلنه نور له رواني روغتیا برخمنې دي. دغې موضوع هغه له رواني او روحي پلوه اندېښمنه کړې ده.

ملګروملتونو افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

ملګروملتونو افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ پروړاندې د مبارزې لپاره د ګډ ستراتیژیک اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده غوښتنه د بېړنیو، ګڼو سکتورونو او د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې او د زیانمنو ماشومانو او ښځو د لاډېر زیانمنېدو مخنیوي لپاره د اقداماتو ملاتړ دی.

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې

د اوبو او برښنا وزارت د لوګر محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمه کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنې کورونو ته د ۲۰ کېلوواټه برښنا رسولو پروژې چارې پيل کړې.
د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وویل، دغه پروژه د راتلوونکي یوه کال په ترڅ کې پلي کیږي چې ورسره به د محمداغې ولسوالي ۲ زره کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شي.

د اسلامي امارت ویاند: پر ایران د اسراییل بریدونه له نړیوالو حقونو سرغړونه ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د اسراییل لخوا په ایران وروستي بریدونه او د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده، په کلکه غندي.
هغه وویل، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی.

د اسراییل بریدونو ته د خامنه‌يي غبرګون: د سختو مجازاتو په تمه اوسئ

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌ييي د اسراییل د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، «صهیونست رژیم» باید د یو سخت مجازات یا ځواب په تمه وي.
خامنه‌یی د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي: «صهیونست رژیم په دغه جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.»

ټولګټو وزارت: د سالنګ سړک د ځینو برخو کېښناستلو اوازې ناسمې دي

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د سالنګ لویې لارې د سړکونو د ځینو برخو د کېښناستلو اوازې بې‌بنسټه دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن «پنجشنبه، غبرګولي ۲۲مه سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې موضوع ارزونې لپاره د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګ لویې لارې د تېرکال پرمهال د جوړ شوي سړک ځینې برخې له نږدې لیدلي دي.