سراج‌الدین حقاني: جهاد مو د زورواکۍ نه، د وطن ازادولو لپاره کړی

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، څوک حق نه‌لري، د جهاد په نوم نور هېوادوال وځوروي.

نوموړي پرون «پنجششنبه، جون ۲۰مه» مرکز ګردېز کې له قومي مشرانو سره په يوه ولسي غونډه کې همداراز وويل چې د وطن ابادي لپاره یووالی باید وساتل شي او په وینا یې، د ولس یووالی به د وطن د پرمختګ لامل شي.

له رحم بهر اومېندواره کېدل؛ هغه ستونزه چې د ښځو ژوند ګواښوي

بدخشان کې د نسايي او ولادي یوشمېر متخصصې ډاکټرانې وايي، له رحم څخه بهر اومېندواره کېدل د ښځو لپاره یوه جدي روغتیايي اندیښنه ګرځېدلې.

د دوی په وینا، د کافي پوهاوي نه‌شتوالی، د درملنې مرکزونو ته مراجعه کې ځنډ او د اسانتیاوو نه‌شتون لامل شوی چې دا حالت د ډېری مېرمنو ژوند وګواښوي.

د متقي او د ایران د سفیر لیدنه؛ د تهران پر ملاتړ ټينګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، غبرګولي ۲۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي سره لیدلي او سیمه کې یې د روان وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد په تړاو خبرې کړي دي. امیرخان متقي دغه لیدنه کې پر ایران د اسراییل برید غندلی او دا اقدامات یې، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.

ایران: مشهد کې نیول شوي افغانان له اسراییلو سره تړاو نه‌لري

د ایران دولتۍ رسنۍ تسنیم وايي چې د یاد هېواد په مشهد ښار کې د ۱۸ ناقانونه افغان کډوالو نیول‌کېدل، اسراییلو سره هېڅ تړاو نه‌لري.

یادې رسنۍ نن پنجشنبه، جون ۱۹مه پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کسان له اسراییلو سره د همکارۍ او د بې‌پېلوټه الوتکو جوړولو کې هېڅ لاس نه‌لري او په وینا یې، دغه افغانان ایران کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.

اميرخان متقي سيمه کې پر روان وضعيت اندېښنه ښوولې

د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير پير البرت الساس سره د لیدنې پرمهال سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، جوزا ۲۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير سره پر دوه اړخيزو او سیمه‌ييزو مسايلو خبرې کړي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره سبا «پنجشنبه، غبرګولي ۲۹مه»، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

یاد بانک نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنجشبنه، ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو افغان نیولی

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د افغانستان یو وګړی نیول شوی دی.

تسنیم رسنۍ نن چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسراییلو د بهرني اطلاعاتو سازمان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور یې، دغه افغان په رې ښار کې نیولی دی. د یاد افغان نوم او دا چې څنګه نیولی شوی، تراوسه څه نه‌دي ویل شوي.

د پنجشېر څلور زره او ۷۷۵ قیراط زمرد وپلورل شول

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې څلور زره او ۷۷۶ قیراط زمرد د مزایدې له لارې په ۴۶۸زره او ۶۰۰ ډالرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ویلي چې د زمردو په دې پلور کې کورنیو او بهرنیو سوداګرړ ګډون کړی وو.

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویې لاره کې یې، د باروړونکو موټرو لپاره یې، اسانتیاوې برابرې کړي او کولای شي، پر دې لارې تګ‌راتګ وکړي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ویلي چې دغه پرېکړه یې، د سوداګرو او هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو په موخه کړې ده.

پکتیا پوهنتون ته د ۲.۵ میلیونه افغانیو لابراتواري وسایل وسپارل شول

د پکتيا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار لپاره د د دوه نيم میلیونه افغانیو په ارزښت مهم وسایل، یاد پوهنتون لابراتوار ته سپارل شوي دي.

عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري چین ته تللی

د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري د چین-سوېلي‌اسیا نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د ریاست‌الوزرا عمومي ریاست نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه پر خپله اېکس‌پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې پلاوي کې د عبدالسلام حنفي سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو