
لوګر کې د فوتسال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ورسېدې.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالي کې له پنځو نویو کانونو څخه د «زمرد» د استخراج چارې پیل شوې.
د یادې ادارې رییس محمد قاسم امیري «شنبه، د چنګاښ ۲۸مه» سلاموطندار ته وویل چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او مسلکي ټیمونو د پریان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرد کانونه تثبیت کړي دي.

د سوریې بشرحقونو څاربنسټ وايي چې د یاد هېواد په سویدا ښار کې د وروستۍ یوې اوونۍ پرمهال شاوخوا ۷۱۸ کسان وژل شوي دي.
دغه بنسټ چې مرکز یې، لندن کې دی، همداراز ویلي چې په وژل شویو کې د دروز ټولنې شاوخوا ۱۴۶ وسلهوال، ۲۴۵ ملکیان او ۱۶۵ نور بیا په خپل سري توګه د سوریې د اوسني حکومت د دفاع وزارت له لوري اعدام شوي دي.

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای ۱۹مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ۲۹ مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي.

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې امو نهنګان په شپږو وېکټو د بُست ساتونکي لوبډلې ته ماته ورکړه.
بُست په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امو ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

د اسراییلو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو هوايي ځواک د جمعې په شپه له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.
په راپورونو کې ویل شوي چې د یاد توغندي له امله د اسراییلو په مرکزي سیمو، په تلابیب ښار، د شارون سیمه، د شیفلهټیټې سیمې او د بیتالمقدس شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
د یاد توغندي د ویشتلو له امله د د اسراییلو بینګوریون نړیوال هوایی ډګر ته الوتنې د لنډمهال لپاره درول شوي دي.

کابل – جمعه، د چنګاښ ۲۷مه : د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ کمېسیون د معلوماتو له مخې، پرون پنجشنبه (۲۶ چنګاښ) له ایران څخه له ۱۷زرو زیات افغانان د هرات او نیمروز له پولو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.
بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له دې پناه غوښتونکو سره د بېرته راستنېدو ټول اسناد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست لهخوا بشپړ شوي او دا کسان به نن کابل ته راورسېږي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې روانه اوونۍ د مرکز پلعلم له هوټلونو او نانوایانو څخه څارنه شوې چې د یادې څارنې په ترڅ کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د ناقونه فعالیت له امله تړل شوې دي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «حاجي منګل احمدزي» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په خروار ولسوالي کې پر شاوخوا ۴۰۰ بېوزله زدهکوونکو درسي توکي ووېشل شول.

د خوست ولایت د پوهنې ریاست سره د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پيل راهيسې تر دې مهاله د خوست اوسېدونکو د ۲۴ ميليونه افغانیو مرسته کړې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ په مرکز او ۲۴ ولسواليو کې ښوونځيو ته د درسي کتابونو او نورو کېټونو د وېش لړی پيل شوې.
د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمدالشرع پر دغه هېواد د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې له جګړې وېره نهلري، خو په وینا یې، د ویجاړۍ پر وړاندې د ملت ګټو ته ورته لومړیتوب لري.

ټاکل شوې چې د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشري پلاوي کابل کې د سرپرست حکومت له لوري په جوړ شویو غونډو کې له ګډون سربېره، یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.
د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو هېوادونو پلاوي به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري سخت ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سرتېري د غزې شمال کې د نښتو پرمهال ټپیان شوي دي.

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د اسراییلو له لوري د سوریې پر پلازمېنې دمشق بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه «هېواد پر حکومت برید، پر دروز ټولنې برید دی.»