
لوګر کې ۶۰۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي نیول شوي
د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه ځانګړي راپور له مخې، په ازرې ولسوالي کې شاوخوا ۶۰۰ کیلوګرامه

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه ځانګړي راپور له مخې، په ازرې ولسوالي کې شاوخوا ۶۰۰ کیلوګرامه

د فراه محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د «اوړو یوه تولیدي شرکت» په فعالیت پیل کړی دی.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس شمسالحق اجمل وایي، نن (پنجشنبه، د وږي ۲۷مه) په دغه ولایت کې د یوه پانګوال لهخوا د ۳۰۰زره امریکایي ډالرو په پانګونه د اوړو تولیدي شرکت پرانیستل شوی دی.

د اسراییلو د پوځ د تازه عملیاتو پرمهال په غزې تړانګه کې لږترلږه ۸۳ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې ۶۱ کسان په غزې ښار کې وژل شوي او د اسراییلو له لوري دغه پراخ پوځي عملیات په داسې حال کې دوام لري چې پر تلابیب د احتمالي بندیزونو د ګواښ امکان ډېر دی.

د بلخ محلي چارواکي وايي چې د سوند توکو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره (چهارشنبه، وږي ۲۶) په مزار شریف ښار کې د سوند توکو ځانګړی بازار پرانېستل شوی دی.
په مزارشریف ښار کې د مزار هوتل د تجارتي مرکز مسوول مصطفی مهمند، د دې بازار د پرانېستلو اصلي لامل د ښو تجارتي خدمتونو وړاندې کول او په بازار کې د اسانتیاوو برابرول شودلي دي.

د پکتیا ولایت عامې روغتيا ریاست مسوولان وايي چې د ICRC نړیوالې کمېټې له لورې پکتیا حوزوي روغتون سره د ١٠٠زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۶۸ قلمه طبي وسایلو مرسته شوې ده.

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد الجزیرې سره مرکه کې ویلي، د اردو مسلکي کولو او پیاوړتیا لپاره ډېر پلانونه لري.
هغه دغه مرکه کې وايي، دامهال په لواګانو کې هره میاشت کې سلګونه سرتیري فارغ کیږي او اسلامي امارت یوې پیاوړې، پرمختللې، امنیتي ذهنیت لرونکې اردو جوړولو ته ژمن دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا شلاوریز جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن شپه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د کابل امنیه قومندانۍ، ولسوالانو او مسوولانو ته په جوړه شوې اصلاحي او توصیهوي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
هغه د امنیتي ځواکونو په همغږۍ ټينګار وکړ او وې ویل، وضعیت په اسبابو نه، بلکې په تعامل کولو کنټرولیږي.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر د امنیت د ټینګښت برخه کې د مسوولانو هڅې ستایلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ځينو ولايتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بندېدو ته په اشارې ویلي، که فحشا

د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولانو له لوري ۷ روغتيايي مرکزونه د شفري نسخو ليکلو له امله تړل شوي. د

یمن کې حوثي وسلهوالو ویلي چې اسراییل کې یې پر اهدافو نظامي عملیات ترسره کړي.
د حوثیانو ویاند یحیی سرېع نن (چهارشنبه، سنبله ۲۶) یوه بیانیه کې وویل، د اسراییل یافا سیمه کې یې پر یوه هدف د «فلسطین ۲» بالستیک توغندی توغولی او په رامون هوايي ډګر یې هم ډرون برید کړی.
بیانیه کې ویل شوي چې دواړه بریدونه په بریاليتوب سره ترسره شوي او هدف ته رسېدلي.

د برتانیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۳ میلیون پونډ ځانګړي کړي.
د دغه وزارت پر ویبسایټ خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د هېواد په ختیځ کې له زلزلې وروسته د افغانستان وضعیت اوس هم ترینګلی دی او دغه مرستې ختیځو ولایتونو کې د زلزلې زیانمنو شویو څخه د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وایي، مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې د ۴۷۲ محلي او چټکو زدهکړو ټولګیو له لارې شاوخوا ۱۷ زره

د پنجشېر ځايي مسوولان وایي چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ دغه ولایت کې د ۶۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۰ پراختیايي پروژو

د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د سفر پرمهال د قطر د وزیرانو شورا مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس آلثاني سره لیدلي.
د دفاع وزارت ویلي چې دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث وشو.

د غزني د قرهباغ ولسوالي اوسېدونکو «جنګلک» سیمه کې په شخصي لګښت د یوه کلینیک جوړولو چارې پیل کړې. د قرهباغ ولسوالي قومي مشر منیر