پر اسراییلو د ایران بریدونه؛ تراوسه ۳۵۳۰ کسان ټپیان شوي

د اسراییلو د روغتیا وزارت اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې ۳زره او ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰ څخه زیات کسان د ایران د بریدونو له امله روغتونونو ته انتقال او بستر شوي دي.

کرېکټ بورډ: پاکستان ستر جنایت کړی

د افغانستان کرېکټ بورډ کابل کې د پاکستان د بېګانۍ شپې مرګونی برید غندلی او دا یې ستر جایت بللی دی.

کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پاکستان ستر جنایت کړی او د سلګونو کسانو ژوند یې، اخیستی دی.

راشدخان: پر ملکیانو برید جنګي جرم دی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان کابل کې د پاکستان د بېګاني مرګوني برید په غبرګون کې ویلي چې پر ملکیان برید جنګي جرم دی.

هغه نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلازمېنه کابل ښار کې د پاکستان وروستي برید له امله اوښتې مرګ‌ژوبلې ته خواشینی دی.

د روږدو پر روغتون د پاکستان برید کې د شهیدانو شمېر ۴۰۰ ته لوړ شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان پوځ تېره شپه ماخوستن شاوخوا نهه بجې کابل کې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲زره بستريز روغتون بمبار کړ.

هغه وویل، د شهيدانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپيان شوي.

د هغه په وینا، د روغتون زياتې برخې له منځه تللي او تر اټکل د زياتو تلفاتو ويره شته.

غزني کې د ښارګوټو دولتي اعلانېدل؛ «خلکو په پور او خوارۍ ځمکې اخیستي»

د غزني ښار په شپږمه ناحیه کې د نواباد ښارګوټی  پر ۱۸۴۳ جریبه ځمکه، د غزني په سوېل‌ختیځ کې د حکیم سنايي ښارګوټی پر ۱۲۹۳ جریبه ځمکه او د غزني په سوېللویدیځ کې د سلطان محمود غزنوي ښارګوټی چې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، د اسلامي امارت د غضب شویو ځمکو د مخنیوي کمیسیون له لوري دولتي اعلان شوي دي.

اسلامي امارت مشر: د اسلامي اصولو په اساس اړیکې غواړو

د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌‌الله اخندزاده ویلي، له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت او له نورو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په اساس اړیکې غواړي.

هغه نن دوشنبه د حوت ۲۵ / مارچ ۱۶ د کوچنۍ اختر په مناسبت پیغام کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د افغانانو باورونو او ارزښتونو ته درناوی او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونه‌کړي.

کندوز کې یوه ډاکټره وژل شوې

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وویل، ناپېژانده کس د دغه ولایت امام‌صاحب ولسوالۍ کې یوه ډاکټره وژلې. هغه نن وویل، پېښه د

کندهار او زابل کې د کوچني اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

د کندهار د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د کوچني اختر له رارسېدو سره سم یې  کندهار ښار او ولسوالیو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

 د دوی په خبره، د خلکو د خوندیتوب او د اختر د خوښیو د خوندي فضا د برابرولو لپاره یې ۱۵۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به دوامدارې ګزمې کوي.

د پاکستان بریدونه؛ کونړ کې ښځې رواني فشارونو سره مخ دي

د پاکستان وروستیو بمباریو په کونړ کې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او ولس په ځانګړي ډول ښځې یې له وېرې او رواني ستونزو سره مخ کړي. دا بريدونه د ډيورنډ فرضي کرښې تر څېرمه په پروتو ناړۍ، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ترسره کیږي. ځايي اوسېدونکي وايي، د بمبارۍ غږونو په اورېدو سره د وېرې او اندېښنې احساس کوي.

خوست کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

خوست کې د پاکستاني پوځ له لوري د توپ او هاوان بريدونو کې ۳ ملکیان شهیدان او ۷ نور ټپیان شوي. د خوست ولایت مقام وياند مستغفر ګربز وویل، د سپېرې ولسوالۍ اړوند «افغان دوبۍ» سیمه کې د يکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو په کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي.