ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پروړاندې عملیات ځنډول شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر وړاندې د رد الظلم دفاعي عملیات لنډمهاله ځنډول شوي.

هغه وویل، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او د منځګړو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

نن افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.

د سلام‌وطندار راډیو مشرتابه او کارمندان تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

د خبریال ملي ورځ؛ خبریالان د خپل کار پر وړاندې د ننګونو حل غواړي

د حوت میاشتې ۲۷ مه چې افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده، یوشمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي نه‌شتون ستونزې سره هم مخ دي.
دوی وویل، دغې مسلې یې فعالیتونه اغېزمن کړي او له حکومتي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته په وخت سره دقیق مالومات ورکړي.

لبنان کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په دې هېواد د اسراییلو د تازه هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

وزارت زیاته کړې چې دغه کسان نن چهارشنبه، (کب ۲۷مه / مارچ ۱۸مه) د بیروت په ښار کې د اسراییلو د پوځ د دوو هوايي بریدونو په پایله کې ټپیان شوي او وژل شوي دي.

اختر او تنګسیه؛ افغان ځوانان په هیلو سره له اختر هرکلی کوي

د کوچني اختر په رارسېدو سره د هېواد په ښارونو او لویو لارو کې د خلکو تګ‌راتګ زیات شوی او د کوڅو له هر ګوټ څخه د «اختر مو مبارک شه» غږونه اورېدل کېږي. له اختر څخه مخکې بازارونه هم تاوده وو؛ د جامو، مېوو او خوږو دوکانونه له هغو کسانو ډک وو چې د دې ورځې لپاره یې چمتووالی نیوه.

د قانون او واقعیت ترمنځ واټن؛ ولې د ځمکو اسنادو کې د مېرمنو نومونه نشته؟

دوی زیاتوي، که څه هم د کورنیو کرنیزې ځمکې د میراث په توګه ورته پاتې شوي او خپله یې کلونه کلونه د ځمکو په قلبه کولو، تخم شیندلو، اوبولګولو او حاصلاتو راټولولو کې زیار ایستلی، خو د ناسمو دودونو له امله تراوسه د ځمکو رسمي اسناد د هغوی په نوم نه دي ثبت شوي.

ریچارډ بنټ: د پاکستان برید باید په بې‌طرفه توګه وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید باید په خپلواکه، بې‌طرفه او چټکه توګه وڅېړل شي.
نوموړي ویلي چې د دغه برید مسوولو کسانو سره دې حساب وشي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

عباس عراقچي له افغانانو مننه کړې چې ایران سره یې خواخوږي ښوولې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د افغانستان له خلکو او حکومت مننه کوي چې د امریکا او اسراییل بریدونه یې غندلي او د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی.
ده زیاته کړې چې د اسراییل او امریکا پر وړاندې په استقامت سره ولاړ دي.

د لوګر والي: کابل کې پر روغتون برید به بې‌ځوابه پاتې نشي

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي پر کابل د پاکستان بېګانی مرګونی برید «بشري ضد عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دغه برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د والي له دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد برید د روژې مبارکې میاشتې په شپو کې پر یوه روغتیايي مرکز شوی چې له امله یې سلګونه ملکیان شهیدان او ټپیان شوي دي.