د جوزجان په قوش‌تېپه کې په ۱۲.۵ میلیونه افغانیو دوه استنادي دیوالونه جوړېږي

د جوزجان د اوبو او انرژۍ ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په قوش‌تېپه ولسوالي کې د دوو مهمو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د دغو پروژو موخه د سېلابونو د خطرونو مخنیوی او د کرنیزو ځمکو او هستوګن‌ځایونو ساتنه بلل شوې ده.

د روزګان په ګېزاب کې ۱۲۵ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

د روزګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې د (UNOPS) ادارې په مالي ملاتړ او د (CHA) موسسې په تخنیکي همکاري د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ګېزاب ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۵ پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې نن چهارشنبه، اکتوبر ۲۲مه په تازه توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږترلږه شپږ کسان وژلي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د بریدونو له امله په ټول هېواد کې د برښنا شبکې زیانمنې شوي او پراخ برښنا پرېکون رامنځته شوی دی.

شمالي‌کوريا د بالېستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې

د سویلي‌کوريا د پوځ د ګډو ځواکونو دفتر نن چهارشنبه، اکتوبر ۲۲مه، په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د شمالي‌کوريا پوځ يو «نامعلوم بالېستیک توغندی» د هېواد ختيځ لور ته توغولی دی.

له هغه وروسته چې د سویلي‌کوريا نوی ولسمشر «لي جه ميونګ» په جون مياشت کې واک ته رسېدلی او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو ژمنه يې کړې وه، دا د شمالي‌کوريا لومړۍ توغندیزه ازموينه ده.

سوېلي‌‌وزیرستان کې وسله‌وال برید؛ لس پاکستاني سرتېري وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال برید له امله لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو بریدګرو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې وکړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړل.

فطرت: د پاکستان کوم پلاوی کابل ته نه‌دی راغلی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د پلاوي راتګ تشې اوازې او د درواغو خبر دی.

له دې وړاندې تېره ورځ ځینو پاکستانیو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې پر سوداګریزو اړیکو د بحث لپاره یو پاکستانی پلاوی کابل ته ځي چې د پلاوي د ترکیب او یا لیدنو په اړه یې نور جزییات نه‌وو ورکړي.

د کابل-ګردېز عمومي سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست ریيس مولوي جنت‌ګل سراج پل‌علم کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل: «د کابل-ګردېز لویې لارې سړک په بیارغونې کې د سړک داغګیري، د سړک فرش او پینه‌کاري شامل دي چې په راتلونکو درېوو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې‌اخېستنې ته به وسپارل شي.»

کندهار کې په ۵۰۲ میلیونه افغانیو د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړېږي

کندهار کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمنل د جوړېدو چارې پېل شوې. یاد ترمینل به د کندهار ختځ کې پر ۵۸۲ جریبه ځمکه د درېوو کلونو په موده کې د ۵۰۲ میلیونه افغانيو په ارزښت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له لوري جوړېږي.

مسوولان وایي، د دې ترمینل جوړېدو سره به کندهار کې ترافيکي ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

کندهار کې په ۴.۵ میلیونه افغانۍ درې چکډېمونه جوړېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشري او د طبیعي سرچنیو امریت په تخنیکي همکاري، د کندهار درېوو ولسوالیو کې د یوه چکډېم جوړولو او دوو نورو چکډېمونو د پاتې کارونو د بشپړولو چارې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې لوږه په زیاتېدو ده او ملاتړ ته اړتیا لرو

 د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې په افغانستان کې لوږه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال ده، خو د بودیجې کموالي له امله دغه سازمان یوازې د اړتیا لرونکو یو محدود شمېر خلکو سره مرسته کولای شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ماښام، د تلې ۲۸مه، په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «کافي او مغذي خواړه د هر ماشوم حق دی.»

ملي دفاع وزارت ۵۰ هاموې ټانکونه بیاځلې ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۱۵ عزم قول‌اردو کې ۵۰ عرادې هاموې ټانکونه ترمیم شوي دي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، تلې ۲۹مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۱۵ عزم قول‌اردو د حمایه کنډک په ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري دغه ټانکونه بیاځلې ترمیم شوي دي.

د ایران اټومي صنعت له‌منځه وړل؛ خامنه‌يي: ټرمپ دې همدا فکر کوي

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، نوموړی دې همدا فکر کوي چې د ایران اټومي صنعت یې له‌منځه وړی دی.

هغه ویلي: «د امریکا ولسمشر افتخار کوي چې د ایران اټومي صنعت یې بمبار کړی او له‌منځه وړی دی. ډېره ښه، په همدې فکر اوسه!»

حماس: ټرمپ او منځګړو ډاډ راکړی چې جګړه پای ته رسېدلې

د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوشمېر منځګړو هېوادونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د غزې جګړه پای ته رسېدلې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د ټولو بندیانو د جسدونو د بېرته سپارلو جدي اراده لري، خو د ده په وینا، د جګړې له امله دا چاره له ستونزو سره مخ ده.

د کابل اوسېدونکي د برښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي

د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د برښنا له دوامداره او پرله‌پسې پرچاويو شکایت کوي. دوی وایي، د وروستیو ورځو پرمهال، د ورځې برښنا نه‌لري او د شپې له‌خوا هم یوازې د څو ساعتونو لپاره برښنا ته لاسرسی لري.

د دوی په وینا، د برښنا دوامداره نشتوالی د خلکو په ورځني ژوند، زده‌کړو او کاروبارونو ناوړه اغېز کړی دی.

روزګان کې په ۴.۷میلیونه افغانیو یو پُل ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د روزګان د ګیزاب ولسوالي د کاغ په سیمه کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت، د یوه پُل د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دا پروژه د(CHA)  موسسې له لوري د کلي پراختیا ریاست تر څار لاندې پلې شوې ده. د پرانیستې په مراسمو کې د ګېزاب ولسوال ملاامیرحمزه حنفي، د کلیو پراختیا ریاست رییس محمدغني بلال، د(CHA)  موسسې ولایتي مسوول، د سیمې قومي مشرانو او علماوو ګډون درلود.