
د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی. دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی. دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې

غزه کې ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو سره هممهاله، مرسته رسوونکو بنسټونو او ملګرو ملتونو ۷۶۱ کمپونو کې د سلګونه زره بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي، ډېری خیمې تر اوبو لاندې شوي او کورنۍ بېړني خطر سره مخ دي.
الجزیرې شبکې نن راپور ورکړی چې ۷۸۱ موقت کمپونو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسان د سېلابونو راوتلو خطر سره مخ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.
هغه وویل، اسلامي امارت د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د لومړي ځل لپاره د لوګر نایبامینالله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د شاوخوا ۶۵ زره امریکایي

د میدانوردګ امنیتي مسوولان وايي، سیدآباد او دايميردادو ولسوالیو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله د يوه ماشوم په ګډون شپږو کسانو ته

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاستهراوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت په ۳۳.۵ میلیون افغانیو د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۳۵ کورونو او یوه جومات چې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، جوړولو چارې پیل کړي.
د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۳۵ کورونه د نورګل ولسوالي «مزار دره» کې جوړیږي او موخه یې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د دوامدارې سرپناه برابرول دي.

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ایران د روغتیا وزیر ظفر قندي سره لیدلي. کابل کې د ایران سفارت

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن چهارشنبه نیویارک کې د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي. د راپورونو پر بنسټ، د دغې غونډې

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکسپاڼه لیکلي چې سراجالدین حقاني دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ستایلي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي اعلان کړی چې هېواد به یې نن سهشنبه، د لیندۍ ۱۸مه، یوه اصلاحشوې طرحه متحده ایالاتو ته وسپاري.
زېلېنسکي ویلي چې دغه شل مادییزه طرحه له سلا مشورو وروسته بشپړه شوې ده. نوموړي څرګنده کړې چې په طرحه کې د خاورې د هر ډول امتیاز یادونه نهده شوې، ځکه د اوکراین اساسي قانون د خاورې د سپارلو اجازه نهورکوي.

د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۱،۵۷۹ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت نن سهشنبه، د لیندۍ ۱۸مه / د دسمبر ۹مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له دغه ولایت څځه ۳۳روږدي کسان راټول او وروسته پلازمېنې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د پکتيا محبس رياست مسوولان وايي چې نن سهشنبه ۴۰ زندانيان له درې مياشتنيو حرفوي او کمپيوټي زدهکړو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پکتيا محبس رییس مولوي عبدالغني عادل وايي چې په زندان کې ټولو زندانيانو ته ديني او سواد زدهکړو زمينه برابره شوې، خو شاوخوا ۲۵۰ کسان يې بيا په حرفوي او نورې کمپيوټري زدهکړې هم ترسره کوي.

له ایران څخه سمنګان ته راستنې شوې کورنۍ چې تازه یې، د کډوالۍ له ستړیاوو دمه کوله، زلزلې یې، کورونه ویجاړ او د ژوند چارې یې ستونزمنې کړې دي.
شازیه چې د خپل خاوند له مړینې وروسته له ایران اخراج او سمنګان کې ژوند کوي، وايي چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او د خپلو څلور اولادونو د ژوند د لګښتونو مسوولیت ور تر غاړې دی.

د بلخ ولایت ځايي مسوولان وايي، د نږدې ۵ میلیون افغانیو په لګښت یې د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې پیل کړي. بلخ ولایت کې د