
روسیې بهرنیوچارو وزارت: د اټومي ازمایښت لپاره کار روان دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه دستور چې د احتمالي اټومي ازموینو لپاره د وړاندیزونو د چمتوکولو په اړه ورکړل شوی، عملي کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه دستور چې د احتمالي اټومي ازموینو لپاره د وړاندیزونو د چمتوکولو په اړه ورکړل شوی، عملي کېږي.

د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۶۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالي ترسره شوې.

هلمند کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې سترې پراختیايي پروژې په لړ کې د ۲۱۳ بزګرانو لپاره د انارو د نويو باغونو جوړولو چارې پیل کړې چې موخه یې د بڼوالۍ معیاري کول، د اوبو سپما او د بزګرانو د تولیداتو لوړول دي.

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي امنيتي ځواکونو په مرکز پلعلم ښار کې هغه دوه کسان نيولي چې د يوې ښځې او يوې نجلۍ په

شمېرې ښیي چې دامهال له ۳۰۰ زیات د زمردو او بیروج کانونه د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې تر کار لاندې دي.
د معدني موادو په دغو را ایستنو کې له ۱۵زره زیات کارکوونکي په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي چې له قیمتي ډبرو خرڅولو څخه ځايي خلک او حکومتي اداره د پام وړ ګټه په لاس راوړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن شنبه، لړم ۱۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې دي.

په لغمان کې روغتیايي کارکوونکي وایي چې د بواسېر یا «هموروئید» ناروغي د اومېندوارو ښځو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي. که څه هم دا ناروغي په مستقیم ډول پر جنین اغېز نه کوي، خو د مور لپاره د درد، خارښت، وینې بندښت او رواني فشار لامل ګرځي.

د روسیې د ولاګدا د سیمې چارواکي وايي چې د جمعې پر شپه درې اوکرایني ځواکونو د برښنا پر یوه سبسټیشن د ډرون برید کړی دی. د سیمې والي، جورګي فیلیمانوف، د شنبې پر ورځ په خپل ټیلیګرام پیغام کې اعلان وکړ چې برید د سیمې په شمالي برخه کې شوی دی.

د سوېليکوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شماليکوریا وروستی توغندیز ازمایښت د سیمې ثبات زیانمنوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.
دغه توغندی د جمعې پر ورځ د شمال ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور توغول شوی و چې سیول یې د سختې غندنې ترڅنګ «د کوریا دواړو برخو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو هڅه» بللې ده.

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نوم د دې هېواد له د بندیزونو له نوملړ څخه لرې شوی دی.
له دې اعلان سره هممهاله، اروپا ټولنې هم د جمعې پر ورځ تایید کړه چې ډېر ژر به د الشرع پر ضد بندیزونه لرې کړي.

د هرات د امنیې قومنداني د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولان وایي چې جمعه (د لړم ۱۶مه) له ۵۰ ټنه ډېر نشهيي توکي سوځول شوي دي.
د نشهیي توکو ضد مبارزې مدیر حیاتالله روحاني وایي چې دغه مواد د امنیتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال راټول شوي وو.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند، سمنیار جمعهالدین خاکسار وايي چې نن سهار شاوخوا د ۷:۳۰ بجې د ښارک سر دوره په سیمه کې چې د ښار د اتم امنیتي حوزه پورې اړه لري، چاودنه رامنځته شوې ده.

له ۳۲ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۶ هلکانو) او یوشمېر ټولنپوهانو سره د «سلام وطندار» د مرکو پایلې ښيي چې په افغانستان کې د نسلونو واټن په ښارونو کې تر کلیو په پرتله ډېر ژور دی؛ هغه ځای چې تکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو او د ژوند نوې بڼې د ځوانانو نړۍ له خپلو پلرونو او مېندو جلا کړې ده.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد د ترانسپورټي نظم د رامنځته کولو او د ترافیکي بېنظمۍ د مخنیوي په موخه اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به ۱۴۶ پروژې پلي کړي.

د بامیانو بودا له ستر او لرغوني نړیوال شهرت برخمن دی؛ خو د همدې ډبرو تر شا د ژوند خاموشه او سخته کیسه روانه ده.
په هماغو مغارو کې چې کله ناکله د بودایي راهبانو د عبادت او خلوت ځای و، نن د ماشومانو ژړا، د مېندو د الالو زمزمې اورېدل کېږي.
دا څمڅې چې له یو نیم زرو کلونو ډېر عمر لري، نن د پنځوسو بېوزلو کورنیو ناخوښه پناهځای ګرځېدلی دی.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د یادو واکسینونو د تطبیق موخه د ژمي له پیل وړاندې د پروتوزوایي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته د سالمې ودې زمینه برابرول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.