ملګري ملتونه: افغانستان د ویجاړونکې وچکالۍ لومه کې ایسار دی

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د افغانستان د برخې مسوولانو اعلان کړی چې افغانستان د سختې او ویجاړونکې وچکالۍ سره مخ دی.

دې ادارې نن سه‌شنبه، د لړم ۲۷مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې پرله‌پسې وچکالۍ د هېواد د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

امریکا سعودي عربستان ته F-35 جنګي الوتکې ورکوي

«رویټرز» خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه غوښتنه د پنتاګون له هغه مهم پړاو څخه تېره شوې چې په تېرو میاشتو کې یې د دې معاملې ارزونه کوله او تر دې مخکې چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هېګست میز ته ورسېږي، د پرمختګ یوه مهم پړاو یې بشپړ کړی دی.

هرات کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو

په هرات کې چارواکي وايي چې د حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، په دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د کمپیوټري نسخې لیکلو بهیر پیل شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا د نظارت او ارزونې امریت غړی، خان‌محمد تیموري وايي چې دا ګام د هغو ستونزو د حل لپاره اخیستل شوی چې د لاسي او نه لوستل‌کېدونکو نسخو له امله رامنځته کېدې.

لوګر کې د پیازو حاصلاتو کې ۳۰۰ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی

د دغه ولایت د کرنې ریاست د عوایدو د تنظیم امر قاري عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل چې سږکال د لوګر په کچه پر ۱۲۳۹ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې ۴۳،۳۴۷.۵ مټریک ټنه تولید ترې ترلاسه شوی او دا شمېر د تېرکال د تولیداتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د هلمند نوزاد کې دوه چکډېمونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نیازمحمد وهاج وايي چې دا پروژې د سیمې د خلکو د اړتیاوو په کره ارزونه او غوښتنې سره طرحه او عملي شوي دي.  د ده په خبره، دا چکډېمونه د باراني اوبو د منظم مهار او د سیمې د کرنیزو فعالیتونو د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنيفه څلورم ملي او نړيوال نندارتون نن دوشنبه، لړم ۲۶مه، کابل کې د افغانستان نړيوال نندارتون مرکز کې په رسمي ډول پرانېستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د امارت اسلامي د صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو، د ګاونډيو هېوادونو ديپلوماتانو او ښاريانو پراخ ګډون کړی وو.

عراقچې: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات رامنځته کولو هڅو کې یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي ستونزې د حل لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.

نوموړي د دې ناستې د جوړېدو د څرنګتیا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د کندهار شورابک کې ۹۰ کیلومټره سړک بیارغول کېږي

د کندهار شورابک ولسوالي کې  په ۳۰۵ میلیونه افغانیو د څه باندې ۹۰ کیلومترو په اوږدوالي د یو جغلي سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ په دې اړه چمتو شویو مراسمو کې د نوې پروژې د رسمي پیل خبر ورکړ.

میدان‌وردګ بڼوال: له حاصلاتو وروسته بڼونه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ یوه بڼوال سیداغا سلام وطندار راډیو ته وویل؛ هر کال چې له خپلو بڼونو څخه حاصلات ترلاسه کړي، یاد بڼونه او ونې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

دی وایي، له حاصلاتو راټولولو وروسته د ونو وچ شوي خاښونه او څانګې غوڅوي او ځمکه یې هر اړخیزه نرموي.

اوکراین له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د بیاپیل هڅې کوي

اوکراین وایي هڅې کوي چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې بهیر بېرته فعال کړي او هیله لري چې شاوخوا ۱۲۰۰ اوکرایني بندیان له روسیې سره تبادله کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي او د ملي امنیت شورا مشر دا خبرې نن یکشنبه، نومبر ۱۶مه کړې دي.

چین توکیو ته خپلې الوتنې ودرولې

د چین یوشمېر هوايي شرکتونو جاپان ته خپلې الوتنې درولې او د ټکټونو بیې یې مسافرو ته بېرته ورګرځولي دي. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د تایوان په اړه د جاپان او چین ترمنځ سیاسي ترینګلتیا لوړه شوې ده.