حقاني امنیتي ځواکونو ته: ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتئ

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیتي ځواکونه دې د مشرانو د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره دې غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.
هغه ویلي، تراوسه یې نه دې اورېدلي چې د اسلامي امارت د مشر فرامینو پلي کېدو کې دې سستي راغلي وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه دې د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د داعش غړو نیونې زمونږ د خپرو شوو مالوماتو پایله ده

وروسته له هغې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ترکیې د استخباراتو له لوري د داعش د یو لوړپوړي غړي محمد ګورن د نیول کېدو خبر خپور شو، د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ډول نیونې د هغو مالوماتو پایله ده چې د دوی له‌خوا د داعش په اړه نړیوالو سره شریک شوي.
هغه ټینګار کړی چې د داعش پالنه او ملاتړ باید پایته ورسېږي.

ملګري ملتونه له زیان‌منونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳روغتیايي مرکزونه جوړوي

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمیسارۍ ویلي، د اسلامي پرمختیايي بانک په همکارۍ به کونړ، کندهار او دایکنډي ولایتونو کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

دغه سازمان ویلي چې په دې سره به د کډوالو د یو ځايي راستنېدو له امله پر موجوده روغتیايي خدماتو د زیاتېدونکي فشار مخنیوی وشي.

د لیبیا د پوځ مشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

د ليبيا د پوځ مشر چې ترکیې ته په رسمي سفر تللی وو، الوتکه یې انقره کې له پورته کېدو وروسته بېرته غورځېدلې او وژل شوی.

د راپورونو پر اساس، دغه پېښه کې د ليبيا د پوځ مشر محمد علي احمد الحداد، د ځمکنيو ځواکونو مشر، د نظامي صنايعو مدير، د ليبيا د پوځ لوی سلاکار او‌ د پوځ د دفتر عکاس هم وژل شوي.

د ليبيا لومړي وزير عبدالحمید دبیبه دغه پېښه تایید کړې او دا يې د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بللې.