د مارمل ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو پراخولو غوښتنه کوي

د بلخ د مارمل ولسوالي اوسېدونکي او زلزله ځپلي وايي، محدودو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او په ټوله ولسوالي کې یې یوازې یو دولتي کلنیک او دوه درملتونونه فعالیت لري.
دوی وویل، د ولسوالي نفوس او د خلکو اړتیاوو ته په کتو دغه کلینیک د ټولو اړتیاووې نه‌شي پوره کولی او مجبوره کیږي چې خپل ناروغان تر یو ساعت مزل وروسته مزار ښار ته ورسوي.

نور‌الدین عزیزي: افغانستان د ایکو سازمان د راتلونکې غونډې کوربه‌ دی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان د «ایکو» اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ترسره کولو او کوربه‌توب لپاره پوره چمتوالی لري.
ښاغلي عزیزي د افغانستان لپاره د ایکو سازمان پر ارزښت ټینګار کړی او د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا لپاره د «سیمې څلورلارې» په توګه یې د افغانستان جغرافیايي موقعیت مهم بللی.

ایران راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هېواد به یې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه وي.

د راپورونو پر اساس، اسماعیل بقایي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشاره ویلي چې ایران له دواړو هېوادونو سره اړیکې لري او د سیمې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکوي.

غزه کې ورښتونه؛ ۷۶۱ کمپونه د سېلابونو خطر سره مخ دي

غزه کې ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو سره هم‌مهاله، مرسته رسوونکو بنسټونو او ملګرو ملتونو ۷۶۱ کمپونو کې د سلګونه زره بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي، ډېری خیمې تر اوبو لاندې شوي او کورنۍ بېړني خطر سره مخ دي.
الجزیرې شبکې نن راپور ورکړی چې ۷۸۱ موقت کمپونو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسان د سېلابونو راوتلو خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت: د هېوادوالو حقوق مراعت کوو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.

هغه وویل، اسلامي امارت د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.

سراج‌الدین حقاني: د ځانګړو ځواکونو په لاسته راوړنو دښمن هم اعتراف کوي

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاسته‌راوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.