د افغانستان ۷۲سلنه نفوس کلیوالو سیمو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نفوس په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی چې تر ۷۲سلنه زیات وګړي یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

دغه راپور چې د پنجشنبې پر ورځ، د لیندۍ پر ۲۷مه خپور شوی، ښيي چې افغانستان د بشري پرمختګ د شاخص له مخې د نړۍ د لسو تر ټولو ټیټو هېوادونو په کتار کې ځای لري.

د کونړ زلزله‌ځپلو وضعیت ارزونې په اړه د سلام‌وطندار سروې

سلام‌وطندار په کونړ کې له شوې زلزلې وروسته د ۱۰۶۱ زلزله‌ځپلیو کورنیو  وضعیت ارزولی چې موندل شوې، یادې کورنۍ د جنسیتي محدودیتونو، اقتصادي تړاو او فرهنګي خنډونو له کبله تر نورو ډېر زیانمن شوي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سمنګان کې خبریالان: شوې زلزلې مو کورونه ویجاړ او د بیارغونې توان یې نه‌‌لرو

د هېواد په شمال کې د روان کال د لړم میاشتې د ۱۲مې نېټې د مرګونې زلزلې له امله، سمنګان کې د یوشمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هستوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سمنګان کې یوشمېر هغه خبریالان چې تل یې په سختو شرایطو کې د خلکو لپاره اطلاع رسونه کړې، اوس د وراوښتو زیانونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان سره د پولو تړل؛ د پاکستان د درملو ۲۰۰میلیون ډالري صادرات په‌ټپه درېدلي

د ډان ورځپاڼې د پاکستاني سوداګرو په خبره ویلي، د درملو او جراحي وسایلو سوداګري چې کلنی ارزښت یې نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، په بشپړه توګه درېدلی چې له امله یې د پاکستاني درمل جوړولو شرکتونو لپاره د پام وړ عایداتي زیانونه رامنځته شوي.
راپور کې ویل شوي چې د پولو تړل کېدو پاکستان کې د سوداګرۍ، کارموندنې، حکومتي عوایدو او سیمه‌ییز اتصال پر بهیرونو پراخ او ژور منفي اغېز کړی.

د تهران غونډې پای؛ ۷ هېوادونو افغانستان کې نظامي حضور سره مخالفت وکړ

د تهران سيمه‌یيزه ناسته چې د ایران په ابتکار د سیمې هېوادونو د استازو په حضور د یکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شوې وه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره پایته ورسېده.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو دغه دوه ورځنۍ غونډه کې، افغانستان کې د هر ډول بهرني نظامي حضور لپاره هڅو سره مخالفت څرګند کړ.