کابل ته د روسیې ځانګړي استازي سفر؛ د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه شوې

د سرپرست حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یوې خبرپاڼه ویلي، متقي د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار هم شوی دی.

د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن دوشبنه، تلې پنځمه، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې تر چهارشنبې ورځې به دوام وکړي. د هغه په ​​وينا، یاد کمپاين به پنځه ورځې وروسته په هرات کې هم پیل شي.

حزب‌الله پر اسراییلو ۳۴۰ توغندي توغولي

د اسراییلو پوځ وايي چې له لبنان څخه د حزب‌الله ډلې شاوخوا ۳۴۰ توغندي توغولي چې پرمهال یوولس کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه یې، هم اړولې دي.

د اسراییلو د پوځ راډیو د معلوماتو له مخې، ډېری توغندي په تل‌ابیب ښار کې لګېدلي چې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړي دي.

نایجریا د عاج ساحل لوبډله په ۷ منډو وسوځوله

د نایجریا کرېکټ ملي لوبډلې په شل اووره نړیوالو لوبو کې پر عاج ساحل لوبډلې نوی ریکارډ جوړ او دغه لوبډله یې، په ۷ منډو وسوځوله.

نایجریا لوبډلې له افریقا څخه د شل اووره نړیوال جام لارموندنې سیالیو کې د عاجل ساحل پروړاندې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې.

امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي سره کتلي

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره لیدلي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړي.

انلاین زده‌کړې؛ ځوانان د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او د برښنا نه‌شتون څخه سر ټکوي

سلام‌وطندار له ۳۰ زده‌کړیالانو سره چې ۱۷ یې نجونې او ۱۳ نور هم هلکان دي، مرکې کړي او پایله یې ښيي چې ځوانان د انلاین زده‌کړو پر مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی او برښنا هم دوامداره نه وي؛ نو په منظم ډول خپلې زده‌کړې نه‌شي څارلی.

اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډه؛ شتمن هېوادونه به بې‌وزلو د کال ۳۰۰ میلیارډه ډالر ورکوي

د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلونونو ۲۹مه غونډه یا کاپ‌۲۹ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پای ته ورسېده.
هغو هېوادونو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، هوکړه کړې چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال ۳۰۰ میلیارډه ډالره بودیجه بې‌وزلو هېوادونو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ورکوي.

د افغان ښځو ستړی ژوند؛ کارګرانې د کار خاوندانو له ناوړه چلن او د حکومت له بې‌غورۍ سر ټکوي

په کابل کې له ۴۰ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېر او سخت کار، لږ تنخوا او د کاري خوندیتوب نه لرل هغه ننګونې دي چط دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ښځې رسمي قرارداد نه‌لري او په ورځني مزد د کابل په خیاطیو، شرکتونو او کارخونو کې کار کوي. دوی ټولې له خپلې تنخوا څخه ناخوښې دي.

بورل: اروپايي ټولنه باید د نتانیاهو د نیولو حکم عملي کړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورل ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواف ګالانت د نیولو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې حکم عملي کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بورل دا خبرې پرون-د لیندۍ درېیمه، د شنبې ورځ قبرس ته د سفر پر مهال کړي دي.

بغلان کې پر لمونځ‌کوونکو برید؛ م.جاهد: داسې پېښې به بیا نه تکرارېږي

د بغلان د نهرین ولسوالي د «سیدپاچا اغا» په زیارت کې د لسو کسانو له وژل‌ کېدو وروسته، د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې پېښې عاملان به ژرترژره ونیول شي او په وینا یې، دوی هڅه کوي چې د ورته جنایتونو د تکرار مخه ونیسي. هغه ټینګار کوي چې هر افغان حق لري په خوندي ډول ژوند وکړي او خپل دیني مراسم ترسره کړي.

سېلابونو په بغلان کې ۵۰ کورونه وران کړي

د بغلان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، سېلابونو په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه وران کړي دي.
د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایت‌الله همدرد وايي، بېګاه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او دهنه‌‌غوري ولسواليو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي.

پر نجونو د ځوانۍ دانو راختل؛ ډاکټران: بېلابېل لاملونه لري

یوشمېر ډاکټرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د نجونو پر مخ د ځوانۍ دانې راخېژي. دوی اندېښنې، خپګان، موسمي بدلونونه، میاشتنۍ ناروغي، هورموني بدلونونه او د مناسبو خوړو نه کارول د دغو دانو راختلو اصلي لاملونه بولي. د ډاکټرانو په وینا، د ځوانۍ دانې تر ډېره پر هغو نجونو راخېژي چې له ۹ تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري.

ملګري ملتونه: ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکي لپاره تر ټولو خونړی و

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرسته‌رسوونکي وژل شوي دي.
د دغه سازمان بشردوستانه څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، لیکلي چې ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

پر غزې د اسراییلو برید کې ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي

حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیت‌لاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

ناپېژنده وسله‌والو په بغلان کې ۱۰ لمونځ‌کوونکي وژلي

د بغلان امنیتي مسوولان وايي، ناپېژنده‌ وسله‌والو د دغه ولایت د نهرین ولسوالي په زاړه ښار کې پر لمونځ‌کوونکو چې پر دوعا بوخت وو، برید کړی او لس کسان یې وژلي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، په دغه برید کې د نهرین ولسوالي لس لمونځ‌کوونکي چې د سیدپاچا اغا سادات په زیارت کې پر ذکر لګیا وو، وژلي دي.