د واورې ورښت له امله له دوو ولایتونو سره د غور لویې لارې تړل شوي

د غور محلي مسوولان وايي چې د بېګاه شپې واورې ورښت له امله د غور-کابل او غور-هرات لویې لارې د ټرافیک پرمخ وتړل شوې.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب وايي: «د غور-کابل لویه لاره د بامیان د بکک بند سیمه او د غور-هرات لویه لاره د بېګاه شپې سختې واورې له امله د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.»

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

د دوی په وینا، یاد نشه‌يي توکي د بهرامچې، ګرشک، سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

ستانکزی: مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي

د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د سرپرست حکومت مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

نوموړي دغه څرګندونې شنبه، مرغومې ۲۹مه خوست کې د دستاربندۍ مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.

یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی تاج‌الدین ایو وال وايي، د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړي پرون د مرغومي ۲۸مه، د جمعې ورځ پر اېکس لیکلي، په روان زېږدیز کال کې باید د افغانانو، په تېره د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د اوبو ناورین پر وړاندې مبارزه چټکه شي.

کابل کې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز ولګېده

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز لګولی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس‌ یې خپره کړې، لیکلي چې د دغو موټرو فعالیت یې د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله درولی دی.

د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
د دغه بانک له هغو ټولو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

عمران‌خان ته د ۱۴ کاله بند سزا اورول شوې

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران‌خان او د هغې مېرمن بشرا په ۱۴ او ۷ کلونو بند محکوم شوي دي.

خان همداراز یو میلیون پاکستانۍ کلدارۍ «۳۵۰۰ ډالره» او بشرا بي‌بي‌ بیا ۵۰۰۰۰۰ کلدارې جریمه شوي.

هلمند کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت درې چکډېمونه جوړ شول

د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت د درې چکډېمونو چارې بشپړې شوې.

د چارواکو په وینا، د دې چکډېمونو د جوړېدو چارې د ولایت مقام، اقتصاد ریاست، د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست، ډي‌ار‌سي موسسې او ډنمارک کمېټې په ګډو مالي هڅو بشپړې شوې دي.

اوچا: افغانستان کې د سړې هوا له امله ۱۰کسان مړه شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وايي چې د تېرو ۱۵ ورځو پرمهال افغانستان کې د سړې هوا له امله ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوچا په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په کونړ، لغمان، نورستان، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د سختو واورو او یخنۍ له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي.

ټېک‌ټاک په امریکا کې خپل فعالیت ځنډوي

سرچینې واي چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه ټېک‌ټاک ټولنیزه رسنۍ په امریکا کې خپل فعالیت وځنډوي.

د چین ټېک‌ټاک دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کارونکي لري.

ایران: د غزې اوربند د فلسطین مقاومت لپاره ستره بریا ده

د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هوکړې وروسته، ایران وايي چې دغه اوربند د فلسطین مقاومت لپاره «ستره بریا» ده.

د ایران سپاه‌ پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطین لپاره دا یوه ستره بریا ده او د اسراییلو له لوري د اوربند هوکړې د احتمالي سرغړونې په تړاو یې، خبرداری هم ورکړی دی.

روسیې پر اوکراین کروز او بالېسټیک توغندي توغولي

د اوکراین پوځ وايي چې روسیې د دغه هېواد لوېدیځې سیمې پر کروز او بالېسټیک توغندیو وېشتلي دي.

پوځ زیاتوي چې پر دې سیمو روسي ځواکونو ۴۳ بالېسټیک او کرویز توغندي او ۷۴ ډرون بریدونه کړي دي. روسیې کې چارواکو منلې چې یاد بریدونه د اوکراین د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

خوست کې د جرمونو په تور ۱۳ کسان نیول شوي

خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

هرات کې د نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کارخونو په فعالیت پیل کړی

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کوچنیو او لویو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، یادې کارخونې د غذايي توکو، ودانیزو محصولاتو، کیمیاوي توکو او نورو برخو کې تولیدات کوي.