
لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدنې روزنې او روزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، په دغه سیالیو کې د ولایت په کچه د والېبال ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.














