حماس: عرب او اسلامي هېوادونه دې د نسل‌وژنې درولو لپاره مداخله وکړي

حماس پر خپل ټېلېګرام لیکلي: «د بې‌ځایه شویو خېمو په نښه کول او د ملکیانو سره یوځای یې سوځول، یو ظالمانه جرم دی چې د نتانیاهو د جنګي مجرم حکومت د فاشیزم او د ټولو بشري قوانینو او نورمونو څخه د هغه ښکاره سرغړونه ښيي.»

فنلنډ کې د چورلکو ټکر؛ پنځه کسان وژل شوي

د فنلنډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

دغه چورلکې د اورا هوايي ډګر ته نږدې په یوې ځنګلي سیمه کې لوېدلې دي. دغه پېښه پرون شنبه، مې ۱۷مه د فنلنډ «کاوتوا» ښار ته نږدې رامنځته شوې ده.

امریکا کې توپانونه؛ لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي

امریکا کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د سختو توپانونو او اورښتونو له امله لږترلږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، یاد کسان په میسوري او کېنټاکي ایالتونو کې مړه شوي دي. ترڅنګ یې، په توپان کې خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي

اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د نن یکشنبې سهار وختي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس، ویل شوي چې دغو بریدونو کې ګڼ شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې اسراییل په غزه کې د نوي ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي او په قطر کې د حماس سره د اوربند خبرې بیا پیلوي.

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د اړیکو پر پیاوړتیا او د کډوالو مسلې پر حل ټینګار شوی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي تېره ورځ (شنبه، ثور ۲۷) تهران کې د ایران بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.

عبدالغني برادر: تاتارستان ته سفر مو له لاسته راوړنو ډک وو

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني سفر وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شو.

هغه د کابل هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان او د موردوویا جمهوریتونو له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په تړاو مهمې غونډې کړي او سفر یې له لاسته‌راوړنو ډک و.

زابل لوبډلې دغه ولایت کې د «نیوفول کانټاکټ» سیالیو اتلولي وګټله

د زابل مرکز کلات ښار کې «د نیوفول کانتاکټ» پیل شویو ورزشي سیالیو لومړی مقام د یاد ولایت لوبډلې وګاټه.

یادې سیالي د دوو ورځو لپاره پیل شوې چې۱۴۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو او د زابل د بدني روزنې امریت او د «نیوفول کانتاکټ فدراسیون» په ګډ مالي ملاتړ جوړې شوې وې.

د شمالي‌کوریا مشر: پوځ دې جګړې ته چمتووالی ونیسي

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد له هوايي ځواک د لیدنې پرمهال پوځ ته امر کړی چې جګړې ته هر ډول چمتووالی ونیسي.

د کوریا دولتي رسنۍ نن شنبه، مې ۱۷مه راپور ورکړی چې کېم د دفاعي سېسټم او هوايي ځواک فعالیتونه ارزولي او امر یې کړی چې د پوځ ټولې برخې باید جګړې ته چمتووالی ولري.

پزشکیان ټرمپ ته: ستا په سولې، که په ګواښ باور وکړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ په یوه وخت کې هم د سولې خبرې کوي او په وینا یې، هم‌مهاله ګواښ هم کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن شنبه، غويي ۲۷مه، تهران کې د یو لړ مراسمو پرمهال کړي دي.

پر اوکراین د روسیې برید؛ نهه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

د اوکراین په شمال‌ختیځ سوومي ښار کې د روسیې ډرون یو بس موټر په نښه کړی چې له امله یې، نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

برید ساعت وروسته له هغې کېږي چې اوکراین او روسیې د جګړې له پیله تر دې مهاله د لومړي ځل لپاره د احتمالي سولې په اړه ترکیه کې مخامخ خبرې وکړې.

امریکا او غزې ته مرستې؛ ملګري ملتونه: راځئ چې وخت ضایع نه‌کړو

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو مشر وايي چې غزې ته د مرستو لېږد په تړاو باید د امریکا له لوري په وړاندې شوې طرحې سره باید وخت ضایعې نه‌شي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو مشر ټام فلېچر جمعه، مې ۱۶مه ویلي چې دوی لا له وړاندې غزې ته د مرستو لېږد پلان لري او په وینا یې، د وخت له ضایعې کولو پرته باید غزې د ننوتلو په تمه ولاړو لارو ته باید د تګ اجازه ورکړل شي.