د خوست ځاځي‌میدان اوسېدونکي د قومي تړون له مخې د ځنګلونو ساتنه کوي

د خوست د ځاځي‌میدان ولسوالي ډېری سيمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنګلونه پرې شوي، خو اوس د دې ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، له امتیاز پرته په خپلو سيمو کې د قومي تړون له مخې، د ځنګلونو ساتنې لپاره یې، کسان ګومارلي دي.

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او روزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په دغه سیالیو کې د ولایت په کچه د والېبال ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

غزه کې ۲۸۴۰ جسدونه ویلې شوي او ۹۷ موندل شوي

غزه کې د اوربند ټينګښت سره هم‌مهاله روغتیايي چارواکي وايي چې تر خارو-ډبرو او ویجاړیو لاندې د ایسار پاتیو جسدونو د راوېستلو هڅې روانې دي.

د دوی په وینا، تر دې مهاله ۹۷ جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي او وېره ده چې لاهم ګڼ‌شمېر جسدونه تر خاورو لاندې دي.

یو افغان د امریکايي بندیانو تبادله کې ازاد شوی

د بهرنیوچارو وزارت وايي چې امریکا کې افغان بندي، خان محمد د یاد هېواد له لوري خوشې او نن سه‌شنبه، سلواغې دویمه هېواد ته راستون شوی دی.

د یاد وزارت ویاند ضااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد افغان د امریکايي بندیانو په بدل کې خوشې شوی دی.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال مرتضی جعفري او مل پلاوي سره کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.

غزې ته د اوربند پر لومړۍ ورځ د مرستو ۶۳۰ لارې ننوتې

غزه کې د اوربند د اعلان پر لومړۍ ورځ له بشري مرستو بار ۶۳۰ لارو اجازه وموندله چې د غزې بېلابېلو سیمو ته مرستې ولېږدوي.

یادې لارې تر ډېره د غزې هغو سیمو ته لېږدول شوي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د اسراییلو تر کلابندۍ لاندې وې او سخته جګړه په‌کې روانه وه.

د درېوو اسراییلي مېرمنو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشې شول

د حماس او اسراییلو ترمنځ د شوي اوربند له مخې، بېګاه ځايي وخت ۱:۰۰ بجه د درېوو اسراییلي مېرمنو بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشې شول.

دغه ۹۰ فلسطینیان چې ډېری یې، مېرمنې وې، د سره صلیب موترو کې بېګاه ناوخته د لوېدیځې تړانګې رام‌الله ښار کې خپلو کورنیو سره یوځای شوې. په خوشې شویو فلسطینیانو کې ۶۹ مېرمنې او ۲۱ تنګي ځوانان دي.

کلمبیا کې د درېوو ورځو پرمهال ۸۰ کسان وژل شوي

د کلمبیا چارواکي وايي چې د یاد هېواد په شمال کې د یاغي ازاد ملي پوځ او یوې بلې ډلې ترمنځ د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د نښتو پرمهال ۸۰ کسان وژل شوي دي.

یادې ډلې په شمال‌ختیځ «کاټاټمبو ایالت» کې پر خپلې یوې سیالې ډلې برید کړی چې له امله دې سیمه کې د تېرو درېوو ورځو راهیسې ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نایجیریا کې د تېلوټانکر چپه‌کېدو له امله ۸۶ کسان وژل شوي

نایجیریا کې چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۶ ته لوړ شوی دی.

د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې پرمهال یې، چاودنه رامنځته شوې.

کندهار کې د درېوو مهمو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د ملګروملتونو د پراختيايي بودجې په مرسته د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د استنادي دېوال، کانال او کارېز جوړولو کارونه په‌کې شامل دي.

د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې

د تولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن یکشنبه، مرغومې ۳۰مه سلام‌وطندار ته وویل چې دا مهال سالنګونو کې واوره او توپان روان دی او د سهار له درېوو بجو لاره تړل شوې.

خوست  کې د ۱۸۵زره ډالرو په لګښت د «والېبال جمنازیوم» جوړ شوی

خوست ښار لوېدیځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د والېبال معیاري جمنازیوم جوړ شوی دی.

ياد پانګه‌وال اسماعیل سالار وایي، دا چې دغه ولايت کې د والیبال لوبغاړي او مینوال خورا زیات دي او تر دې دمه د یادې لوبې لپاره معیاري لوبغالي نه‌وو، نو په همدې موخه يې دغه جمنازیم جوړ کړ.

روزګان کې په ۲۹ میلیونه افغانۍ جوړ شوی پُل پرانېستل شو

د روزګان په ګېزاب ولسوالي کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی پُل ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د روزګان د ټولګټو رییس مولوي ادم خان نعماني وایي، دغه پُل ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۹.۴ متره پلنوالی لري او په وینا یې، د دې پروژې بشپړېدل، د دواړو ولایتونو لپاره یو مهم پرمختګ دی.