Asset 1SWN

کاناډا د «وي‌چټ او کاسپرېس‌کای» پر کارونې بندیز ولګاوه

WeChat-app-is-seen-on-a-smartphone-in-this-image-from-July-13-2021.-RtrsDado-Ruvic-e1642996992708-1280x720

د کاناډا حکومت د دغه هېواد د دولتي ادارو په موبایلونو او نورو دستګاوو کې د «وي‌چټ او کاسپرېس‌کای» پر کارونې بندیز لګولی دی.

د کاناډا حکومت روانه اوونۍ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د خصوصي حریم او امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاناډا د خزانې بورډ چې د یاد هېواد د عامه ادارو د څارنې مسوولیت لري، یوې خبرپاڼه کې ویلي چې «وي‌چټ او کاسپرېس‌کای» د محرومیت او امنیت د نه‌منلو وړ خطر سره مخ دي.

وي‌چټ یا د پیغام رسولو اپلېکېشن د چینايي کمپنۍ اړوند دی او کاسپرېکس‌کای انټي‌وایرس پروګرام بیا روسیې کې فعالیت لري.

د شوې پرېکړې له مخې به د کاناډا د دولتي ادارو موبایلونو او نورو دستګاوو کې دغه اپلېکېشنونه نه کارول او په بشپړه توګه به پرې بندیز ولګېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د کاناډا دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او پر دغه هېواد یې تور پورې کړی چې له شواهدو پرته پر دې کمپنۍ بندیزونه لګوي.

په ورته مهال کاسپرېس‌کای کمپنۍ بیا د کاناډا له دې پرېکړې حیرانتیا ښودلې او ویلي یې دي چې دوی ته باید له یادې پرېکړې مخکې خبر ورکړل شوی وای.

دې کمپنۍ همداراز ټينګار کړی چې کاناډا باید دې برخه کې له پرېکړې وړاندې خپلې اندېنښنې له دوی سره شریکې کړې وای.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کاناډا له دې وړاندې د دغه هېواد دولتي ادارو دستګاوو کې د ټېک‌ټاک پر کارونې هم بندیز لګولی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام