د فراه د کرکټ بورډ مسوول عبدالرازق عزیزي نن (جمعه، جوزا دویمه) سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالي «دارستان» سیمه کې د یوه معیاري کرکټ لوبغالي جوړولو چارې پیل شوي.
د هغه په وینا، دغه کرکټ لوبغالی د فضلاحمد په نوم د یوه سوداګر په یو میلیون افغانیو شخصي لګښت جوړیږي.
ویل شوي چې یاد لوبغالی په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې قوي څراغونه، د څښاک پاکې اوبه، څوکۍ، د لمانځه ځای او د شپې له خوا د کرکټ لوبو لپاره ځایونه به ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې د دغه کرکټ لوبغالي چارې به راتلونکو لسو ورځو کې بشپړې شي.
د فراه بالابلوک ولسوالي کې د کرکټ د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به ځوانان وکولای شي چې په امکاناتو سره کرکټ لوبې ته دوام ورکړي او هم به ورسره دغه ولایت کې د کرکټ لوبې لا ډېرې شي.