Asset 1SWN

سلام وطندار

اندونیزیا کې د کښتۍ ډوبېدل؛ څلور کسان مړه، ۳۰ ورک او ۳۱ ژغورل شوي

۱۱۱۱۲۲۱۲

د اندونیزیا د بالي ټاپو ته نږدې یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۶۵ کسان یې، لېږد ډوبه شوې چې له امله یې، څلور کسان مړه شوي او ۳۰ نور ورک دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه، جولای درېیمه، راپور ورکړی چې تراوسه د یادې پېښې ۳۱ کسان ژغورل شوي دي.

د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي چې یادې کښتۍ د بانیوانګي بندر څخه له حرکت نیم ساعت وروسته ختیځ جاوا کې بالي ټاپو ته پر لاره اوبو کې ډوبه شوې ده.

د مسوولانو په وینا، پېښه کې د ورکو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي، خو زیاتوي چې د اوبو څپې او تندو بادونو د ژغورنې عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې همداراز ټينګار کړی چې سیمې ته یوه چورلکه او نور اړین وسایط او وسایل لېږدول شوي دي.

اندونیزیا کې له دې هم ورته پېښې شوي چې پرمهال یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، ۲۰۲۳کال کې د یاد هېواد سولاوسي ټاپو ته نږدې یوه کوچنۍ کښتۍ ډوبه شوې وه چې له امله یې، ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام