Asset 1SWN

بلنکېن: روانې خبرې ښايي د اوربند ټینګښت لپاره وروستی فرصت وي

merlin_200669559_ae150dd2-7ee2-4bb5-8f97-e86b7a2d5293-articleLarge

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، اسراییلو ته د خپل سفر پرمهال په غزه کې پر اوربند ټینګار وکړ او د سولې، روانې خبرې یې، د بندیانو د خلاصون او اوربند د ټینګښت لپاره «وروستی فرصت» بللی دی.

نوموړي نن دوشنبه، اګسټ ۱۹مه تل‌ابیب کې د اسراییلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره له کتنې مخکې وویل چې هغه د نورو سیمه ییزو تاوتریخوالو د کمولو لپاره هم کار کوي چې په غزه کې د جګړې له امله رامنځته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلنکېن به د خپل سفر پرمهال هڅه وکړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي او غزه کې روانه لس میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوي.

بلنکېن ویلي: «دا یوه پرېکړه‌‌کوونکې شېبه ده؛ ښايي تر ټولو غوره، ښايي وروستی فرصت وي چې یرغمل شوي کورونو ته ستانه شي، اوربند وشي او هرڅوک د تل‌پاتې سولې او امنیت لپاره غوره لاره پرانیزي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حماس ټينګار کوي چې اوربند باید د جګړې پای وي، خو اسراییل بیا وايي چې اوربند باید دوی د جګړې له دوام راونه‌ګرځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام