Asset 1SWN

سلام وطندار

بلال کریمي: پاکستان کې «شریره کړۍ» د سیمې ثبات ګواښي

بلال کریمي

په چین کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي، ویلي، تر هغو چې د پاکستان دننه د «شریره کړۍ» کنټرول نه‌شي، په سیمه کې به دوامدار ثبات رامنځته نه‌شي.

کریمي دا څرګندونې نن، سه‌شنبه، د تلې ۲۲مه) پر اېکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي دي.

هغه لیکلي: «پاکستان کې شریره کړۍ د سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په څېر راڅرګنده شوې ده. دا یوه مصنوعي پروژه ده چې د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.»

د اسلامي امارت سفیر زیاته کړې چې دا کړۍ د پاکستان وګړي «یرغمل» نیولي او دغه هېواد یې د داعش، نشه‌يي موادو او نورو خطرناکو لوبو په ډګر بدل کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ پاکستان پر کابل ښار او د پکتیکا د برمل ولسوالي بریدونه وکړل؛ هغه بریدونه چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا نورې ترینګلې کړې.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشران ملاتړ ترلاسه کوي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.
خو د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعا ردوي او وایي، هېڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخيستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام