Asset 1SWN

سلام وطندار

د بېګ‌باش لېګ؛ سیډني لوبډلې مېلبورن ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه

352101

د اسټرالیا د کرېکټ بېګ‌باش لیګ د نن ورځې په لوبه کې سیډني سکسرز لوبډلې مېلبورن سټارز ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې مېلبورن سټارز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې جوړې کړې. د سټارز لوبډلې لپاره په توپوهنه کې مارکووس سټوینس ۵۲ او توماس روجرز ۴۸ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ځواب کې سیډني سکسرز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې د وروستي اوور په پنځم بال ترلاسه او سټارز لوبډلې ته یې په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

جېمز وینز د سکسرز لوبډلې لپاره ناسوځېدلې ۹۱ منډې جوړې کړې. سیډني سکرز په دې بریا سره د بېګ‌باش لیګ د جدول سر ته پورته شوه او مېبلورن سټارز لوبډلې بریا د جدول وروستی ځای خپل کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سبا به دوه لوبې ترسره شي چې مېبلورن رینیګاډز به له هوبارټ هریکېنز او پېرټ سکاچرز به له برېزبېن هیټ سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام