Asset 1SWN

سلام وطندار

له افغانستانه لومړي ځل عربستان او اماراتو ته بټرۍ صادرې شوې

له افغانستان د بټریو صادرات

د لومړي ځل لپاره د هرات صنعتي ښارګوټي کې د بټرۍ جوړولو فابریکې تولیدات سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته صادر شول.

د دغو بټریو د صادرولو مراسم تېره ورځ د هرات محلي مسوولانو او یوشمېر سوداګرو په حضور کې ترسره شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان کې د بټریو تولیدي فابریکو اتحادیې مشر او د «ګرین‌انرژۍ پلس» فابریکې مسوول عبدالمتین قلندري وویل، په دې فابریکې شاوخوا ۲۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او ۵۵۰ کارکوونکي لري چې هره ورځ د نقلیه وسایطو لپاره څلور زره بټرۍ تولیدوي.

د هغه په وینا، دامهال افغانستان کې د بټریو تولید په سکټور کې ۱۱ فابریکې فعاله دي او په ټوله کې دغه برخه کې څه باندې ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام